روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کورنی نظام په اړه د اسلامی او پرنګی سیستم یوه لنډه عقلانی پرتلنه!

 غلام محمد فاروق

ګرانو هېوادوالو راځئ نن پر یوې داسې موضوع څه نا څه خپل عقل و کاروو، کومه چې زموږ د هېواد لپاره ګردو نړیوالو رسنیو کې تر هر څه زیاته د پام وړ بلل کیږی، ډېره اورېدل کیږی او خورا زیاته لوستل کیږی.

دا د ښځو د حقونو موضوع ده، هغه چې طبعاً د هرې بشری ټولنې پر کورنی سیستم نېغ په نېغ اثر لری.

مثلاً، دوی موږ یوې داسې تګلارې ته وربولی چې سړی او مېرمن یې په خپله کورنۍ کې ایکی یو دریځ ولری. مانا آمر او مؤمور پکې نه وی، بلکې دواړه به په مساوی حیثت د خپلې کورنۍ انتظام کوی.

خو؛ موږ وایو چې نه!، سړی به آمر او مېرمن به یې تابعداره وی.

اوس تاسې خپلو ګرېوانو کې سر ښکته او ښه فکر وکړئ چې دغو دوو طریقو کې به کومه یوه ډېره معقوله او د کورنۍ د بریالی ژوند، پرمختګ، تنظیم او سوکالۍ لپاره ګټوره وی؟

ښکاره ده چې د (۵۰٪) پنځوس فیصده واک فارموله سراسر غلطه، نا معقوله او له جنجالونو ډکه ده.

بله خبره بیا د خاوند او مېرمنې د کار روزګار موضوع ده. موږ وایو ښه خبره دا ده چې خاوند د نفقې او ګټې وټې تر لاسه کولو لپاره بهرنی کارونه پر غاړه واخلی او ښځه کور کې دننه د بچیانو په روزنه، اخلی، پخلی او نورو داخلی چارو کې مصروفه وی. خو دوی وایی چې ښځه او سړی به به دواړه د هېواد خدمت کوی، په دې ډول چې هر یو به په سیاست، صنعت، زراعت، دیاړی، مزدوری او ګردو مجالاتو کې له نورو نارینه ؤ سره اوږه پر اوږه او څنګ تر څنګ کار او زیار ته ملا تړی. خواړه به تیار پاخه له بازاره اخلی او ماشومان به یې وړکتون ته سپارلی وی. خو موږ ته نه بازاری خواړه خوند راکوی او نه په وړوکتون کې د خپلو بچیانو روزنه. دا ځکه چې که فرضاً وړوکتون کې د ماشوم لپاره ګردې اړتیاوې چمتو شوې هم وی، خو مینه به څوک ورکړی؟ ایا هلته به داسې څوک وی چې دا په سلګونو ماشومان ورځ کې شل ځله غېږ کې ټینګ ونیسی، ښکل یې کړی او د هغوی په وړه ژبه خبرې اترې ورسره وکړی؟ مطلب دا چې د وړوکتون روزلی ماشومان به حتماً د ماشینی چرګوړو په څېر د مینې، ناز و نخرو او کله د غوسې او خپګان په شان انسانی عواطفو نه کاملاً بې برخې وی.

پایله دا چې دا ډول اولادونه بیا نه د مور و پلار د ښې وی او نه په ټولنه کې د خیر سړی، کله یې چې مور او پلار بوډاګان شی، نو دوی به یې هم هماغه شان کوم مرکز ته سپاری.

پاتې شوه یوه بله ډېره خطرناکه موضوع!

هغه مېړه چې له سهاره تر بېګا یې په یوه مختلط چاپېریال کې سلګونه نورو ښځو سره ورځ تېره کړی او دا هم ښکاره ده چې هلته به ډېرې ښځې د ده تر مېرمنې ځوانې، ښکلې، نازنینې، هوښیارې چابکې او هنر بازې هم وی. له ډېرو سره به یې لاس ماس اچولی او څه نا څه جنسی حرکتونه هم تر سره کړی وی. بل لور ته یې مېرمن هم دغه ډول یوه ګډوله ساحه کې لګیا وی او هغې هم تر خپل مېړه لا زیاات ښه ځوانان لیدلی او څه خوند ترې څکلی وی. بیا په دې ډول بېګاه شی او دواړه کور ته راشی. اوس نو تاسې او خپل قضاوت مو، چې یاده جوړه به راتلونکې شپه کې یو له بله څومره خوند واخلی؟! ایا د سړی ذهن کې به د هغو نورو ښځو یادښت نه وی او دا به نه وایی چې خدای خبر مېرمن به یې له څومره ځوانانو سره غړېدلې وی؟ او همدارنګه مېرمن سره به یې هم د خپل سړی په هکله ورته خیالات نه وی؟! ځکه؛ معلومه ده چې دواړه په یوه کاملاً ګډوله ماحول کې ورځ تېروی.

اوس نو تاسې فکر وکړئ چې ایا د پرنګی سیستم دغه جوړه به ښه شپه تېروی او که زموږ هغه چې هر یو د بل پر پاکۍ او پرهېزګارۍ باوری او ښه پوهیږی چې دلته د ناروا اړیکو مجال خورا ډېر کم دی.

دغه راز د کورنۍ پرنګی سیستم او زموږ رسم کې بل توپیر دا دی چې موږ د اړتیا پر وخت له یوه نارینه سره په یوه وخت د څلورو ښځو واده هم جایز بولو، خو تر دې ور هاخوا نورې ناروا اړیکې قطعاً ناروا ګڼو. خو دوی بیا صرف یوې سره قانونی واده کوی، مګر سل ګونو او زرګونو سره ناروا اړیکې هم پاللی شی. دا په داسې حال کې چې بالاتفاق د نړۍ پر مخ تل د نارینه ؤ په نسبت د ښځو شمېر زیات وی.

ښه نو ایا څوک شته چې د زیاتی ښځو په اړه قانع کوونکی ځواب ولری؟ په دې مانا چې که هر نارینه ته فقط یوه مېرمن کینی، دا نورې ښځې څه وکړی؟ ایا پرته له فحشا بله لار وینئ؟

راځئ! عقل وکاروئ او ووایئ چې د انسانی ژوندانه د بسیاینې، ښه ګوزران، خوشالۍ ، تنظیم او د راتلونکی ښه نسل روزلو لپاره کوم یو ډېر معقول، مناسب او غوره سیستم دی؟

نو خوږو عزیزانو!

د اسلامی نظام او باطلو تګلارو، قوانینو او رواجونو تر منځ د ژوند په هره څانګه او هر سیستم کې په همدې ډول ښکاره توپیرونه موجود دی، چې د خاندانی سیستم یوه بېلګه یې موږ په ډېره ساده ژبه تاسې سره شریکه کړه.

هغه چې زموږ د ټولنې ان ډېر نالوستی وګړی هم کولی شی د خپل سلیم عقل او فطرت پر مټ د شرعی قانون پر معقولیت او د نورو پر جاهلیت، زیان او بدمرغۍ یې سر خلاص شی.

موږ باوری یو چې اسلامی شریعت د بشری ژوندانه په هره برخه کې همدغه شان څرګند معقولیت او قوی استدلال لری.

له همدې کبله په خورا ډاډ سره د ګردې نړۍ پوهانو او عاقلانو ته په ډاګه اعلان کوو، چې د اسلامی شریعت پوهان او علماء تاسې سره په سیاسی، اقتصادی، معاشرتی، اخلاقی، حقوقی او نورو ټولو څانګو کې مناظرې او مباحثې ته کاملاً چمتو والی لری.

همداراز پر خپل مخلص او باتور ولس غږ کوو چې که خپل کورنی نظام او راتلونکی نسل د پرنګی له تباه کوونکو پروګرامونو خوندی کول غواړئ، نو بیدار اوسئ چې صلیبی یرغلګر او ټول طاغوتی لښکریان یې فقط د مسلمانانو د کورنی نظام د نړولو او ښځینه ازادیو له لارې کولی شی، څو په ډېرې اسانۍ سره د اسلامی امت پر هر څه واکمنی تر لاسه او خپلې شیطانی موخې تر لاسه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید