روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کورنیو چارو وزیر: د بنسټیزو پروژو رغول او ساتل د افغانستان اسلامی امارت له لومړیتوبونو څخه دی

شریعت: د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقانی هلمند ولایت ته د سفر پر مهال د کجکی برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې امنیتی مسٸولینو ته جدی لارښوونه وشوه چې په ټول توان دې د بنسټیزو پروژو ساتنه وکړی.

د کورنیو چارو وزیر د کجکی بند څخه د لیدنې پرمهال د یاد بند له تخنیکی مسٸولینو او انجینیرانو سره هم ولیدل او د هغوى د هڅو او زحمتونو ستاینه یې وکړه او لا یې وهڅول چې د داسې ټولګټو پروژو په کار کې تر وروستی حده زیار وباسی.

ښاغلی حقانی زیاته کړه چې د بنسټیزو پروژو ساتنه او پالنه افغانستان د ځان بسیاینې په لور بیایی، دا ګډ مسٸولیت باید په بشپړ صداقت ترسره کړو.

نوموړی په ټینګار سره وویل چې د داسې بنسټیزو پروژو رغول او ساتل د افغانستان اسلامی امارت له لومړیتوبونو څخه دی او باور لری چې پر خپلو پښو درېدلو لپاره ترټولو غوره لار همدا ده.

د یادولو وړ ده چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د هېواد سویل ته د خپل سفر په لړ کې تر دې دمه د کندهار او هلمند ولایت له یو شمېر دولتی مسوولینو، قومی مشرانو مخورو او بېلابېلو خلکو سره کتلی او له مختلفو دولتی اداراتو او سیمو څخه یې هم لیدنه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید