روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کسری کیسه

لیکنه: محمد شلبی / ژباړه: محمد علی عظمت / شپیتمه برخه

رسول الله صلی الله علیه وسلم شجاع بن وهب د اېران پاچا (کسری) ته ولېږه.

نو کسری امر وکړ، چې د ده ایوان ښایسته کړل شی، بیا یې د فارس مشرانو، لویانو او سردارانو ته اجازه وکړه او بیا یې شجاع بن وهب ته اجازه ورکړه.

نو کله چې هغه (شجاع) ده ته ورغی، کسری امر وکړ، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک ترې واخیستل شی.

شجاع وویل: نه، تر څو هغه (لیک) پخپله زه تا ته درکړم، څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته امر کړی دی.

بیا کسری وویل: را نژدې شه.

نو دی هغه ته ور نژدې شو او لیک یې ورکړ، بیا هغه د حېرې له وګړیو څخه یو تن راوغوښت، نو هغه لیک ورته ولوست، چې داسې په کې کښلی ؤ: د الله جل جلاله د رسول (محمد بن عبدالله) له لوری د کسری د فارس مشر ته».

چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پېل له خپل نومه کړی ؤ، په دې سره دی (کسری) په غوسه شو، چیغه یې کړه، په قهر شو، لیک یې څیرې کړ، پرته له دې چې څو پوه شی، په هغه کې څه دی!!

او د شجاع بن وهب د وېستلو امر یې وکړ او هغه یې ووېست.

کله چې شجاع دا ولیدل، په خپله سپرلۍ سپور، بیا روان شو او ویې ویل: که په هر ډول وی، خیر ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک ورکړ!!

او کله چې د کسری غوسه سړه شوه، په شجاع رضی الله عنه پسې یې څوک ولېږه، چې هغه ده ته راولی. هغه یې ولټولو، خو ویې نه موند!

کله چې شجاع بن وهب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی را ورسېده، هغه یې د کسری له کړو وړو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لیک څیرولو خبر کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «کسری خپله پاچاهی ټوټه ټوټه کړه».

د مقوقس کیسه

له حضرت حاطب بن ابو بلتعه رضی الله عنه نه روایت دی، وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم زه د اسکندریې واکمن (مقوقس) ته واستولم، نو زه هغه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لیک سره ورغلم.

نو زه یې په خپل کور کې مېلمه کړم او له هغه سره میشت شوم.

بیا هغه ما ته استازی را ولېږه او خپل پادریان یې راغونډ کړل او ویې ویل: زه له تا نه د یوې خبرې په اړه پوښتنه کوم، نو دا مې خوښیږی چې ځان ښه پوه کړې.

ما وویل: راځه راشه.

هغه وویل: ستا د صاحب په اړه خبر راکړه، آیا هغه نبی نه دی؟

ما وویل: بلکې هغه د الله جل جلاله رسول دی.

هغه راته وویل: نو د هغه حیثیت څه ؤ، چې هغه داسې ؤ، خپل قوم ته یې ښېرا و نه کړې، کله چې هغوی له خپل ښاره ووېست!؟

ما وویل: آیا ته شاهدی نه وایې، چې عیسی بن مریم د الله جل جلاله رسول ؤ؟

مقوس وویل: هوکې.

بیا ما ورته وویل: نو څه ؤ هغه ته، کله چې قوم یې هغه رانیوه، څو یې په دار وځړوی، ولې یې هغوی ته ښېرا و نه کړه، کله چې هغوی هلاک شی، خو الله جل جلاله دی د دنیا آسمان ته پورته کړ؟

هغه ما ته وویل: ته حکیم (پوه) یې، د پوه (حکیم) له خوا راغلی یې.

دا ډالۍ ګانې زه له تا سره محمد صلی الله علیه وسلم ته استوم او له تا سره پیره داران (ساتونکی) لېږم، چې ستا تر ځایه ستا ساتنه کوی.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې درې وینځې ډالۍ کړې، چې په هغه کې د ابراهیم بن رسول الله صلی الله علیه وسلم مور هم وه. او یوه یې حسان بن ثابت رضی الله عنه ته وبښله. او هغه (رسول الله صلی الله علیه وسلم) ته خورا غوره ډالۍ ولېږلې.

او په دې تحفو کې یو توری خصی غلام هم ؤ، دوې موزې وې او یوه سپینه اوښه هم وه، چې دلدل نومېده.

ممکن است شما دوست داشته باشید