روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کرنې وزیر افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازو ته: تر ډېره په زېربنایی او بنسټیزو برخو کار وکړئ

شریعت: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عطاءالله عمری په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې مېرمن روزا اوتونبایوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر له استازې مېرمن انوبا سود او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له  رییس سره وکتل.

په دې لیدنه کې د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو له چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان خلکو سره د زېربنایی او اساسی فعالیتونو په برخه کې همکاری او د دوی ملاتړ وکړی.

د کرنې وزیر وویل: «اوس د افغانستان په ټولو سیمو کې امنیت ټینګ شوی، خلک شپه او ورځ کولای شی،چې کار وکړی او وګرځی، د امارت د مشرتابه له خوا د نشه یی توکو کرکېله هم منع اعلان شوې، چې د کرنې وزارت کارکوونکو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امنیتی چارواکو سره په همکارۍ او همغږۍ د مخدره توکو د کرکیلې مخه نیسی، نو په همدې موخه اړتیا ده، چې نړۍ او  ملګری ملتونه دې په دې حالت کې د افغانستان خلکو او د بزګرانو کورنیو سره همکاری وکړی ترڅو خلک له بد اقتصادی وضعیت څخه خلاص شی.»

دغه راز د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پلاوی له مشرې وغوښتل، چې تر ډېره د زېربنایی فعالیتونو په برخه کې لکه سړوخونو، د اوبوبندونو، کرنیزو کانالونو، اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوی سرو په برخه کې کار وکړی ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره او د دوی اقتصاد ورسره ښه شی.

د ملګرو ملتونو د ادارې چارواکو د کرنې وزارت د خبرو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان بزګرانو او مالدارانو سره د همکاریو زیاتوالی او دوام ته چمتو دی او دغه راز د نړۍ هېوادونه هڅوی، چې د اسلامی امارت له دولت سره همکاری وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید