روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کرنې، پوهنې او سړک جوړولو پراختیا؛ د هرات، لوګر، او نورستان ولایتونو له عمـده لاسـته راوړنـو څـخه دی

د هرات، لوګر او نورستان ولایتونو والیانو د دوشنبې په ورځ په یوه خبری ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، له جمهور رییس سره د خپلو کتنو جزییات شریک کړل.

د هرات والی، عبدالقیوم رحیمی، په هرات ولایت کې امنیتی وضعیت مثبت وګاڼه او ویې ویل چې پدغه ولایت کې په پراختیایی برخه کې ډیر تمرکز د اوبو لګولو په پروګرامونو باندې شوی دی.

ده زیاته کړه چې په تېرو ۴ کلونو کې د کرنې په برخه کې د میلیارډونو افغانیو په ارزښت پانګونه شوې ده او دا مهال هرات د کرنیزو تولیداتو لوی ظرفیت لری.

د هرات والی وویل چې د “تاپی” او “تپ” پر پروژو کار روان دی او د دغو دوو پروژو په اوږدو کې د ځمکو د استملاک چارې پیل شوې دی.

د لوګر والی، انور خان اسحق زی وویل، د پوهنې په برخه کې پدغه ولایت کې د پام وړ پرمختګونه ترسترګو کیږی. او ویې ویل چې د لوګر په ولایت کې د ښوونځیو شمېر له ۳ ښوونځیو څخه ۶۸ ښوونځیو ته لوړ شوی دی، او د دغه ولایت د دوهم فاز د سړک جوړولو په چارو کې ۷۵ سلنه پرمختګ شوی دی.

د لوګر والی دغه راز وویل چې د شهیدانو او معلولینو د ښارګوټی د هستوګنې نمرو د وېش چارې به هم پیل شی.

په ورته وخت کې د نورستان والی، دې ته په ټینګار سره چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به هېڅ ښوونځی بې ودانۍ پاتې نه شی، زیاته کړه، چې د ۱۲ ښوونځیو د جوړولو چارې بشپړې شوې او د ۴۰ نورو ښوونځیو د جوړولو چارې روانې دی.

هغه دغه راز وویل چې د ۷۰ ښوونځیو د جوړولو تړونونه د وروستی کېدو په حال کې دی او په راتلونکی کال کې د ۱۰۲ ښوونځیو د جوړلو لپاره هم بودجه برابره شوې ده

د نورستان والی وویل چې اوسمهال د دغه ولایت ۹۰ سلنه کلی د برېښنا له انرژۍ څخه ګټه پورته کوی او د کرنې د پراختیا په برخه کې هم هڅې روانې دی.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی، له والیانو سره د لیدنې لړۍ بیا پیل کړې ده. والیان د دغو لیدنو پر مهال د ښې حکومتولۍ او خلکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کوی، څو د هغه پر بنسټ د مرکز لخوا په ولایتونو کې د پروګرامونو د اغېزمنتیا لپاره اړین ګامونه پورته شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید