روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کرنې، اوبو لګولو او مالداۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کرنې اوبو لګوولو او مالدرۍ وزارت چارواکو پرون د تېر یوه کال لاسته راوړنې رسنیزې کړې.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنې او اوبو لګولو معین مولوی صدراعظم وایی چې هڅه کوی چې د بزګرانو کروندګرو لپاره غوره خدمات وړاندې کړی، تر څو افغانستان د کرنې او زراعت له اړخه پر ځان بسیا او خلک یې په خپلو پښو ودرېږی.

صدراعظم وویل چې په همدې موخه یې تر دې دمه د هېواد په ګوټ کې پر زرګونو کروندګرو اصلاح شوی تخمونه ویشلی او مرستې یې ورسره کړې دی.

نوموړی زیاته کړه چې له روانې وچکالۍ سره د مبارزې په موخه په کندهار کې د اوبو درې بندونه جوړوی، چې اوسمهال یې چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دی.

مرستیال وزیر همدارنګه زیاته کړه چې په هېواد کې په تیرو کلونو کې ګڼ ځنګلونه په بې رحمانه ډول وهل شوی دی، او د دې چارې د مخنیوی په موخه یې یوه طرحه جوړه کړې ده او پر وینا یې پر راتلونکې کې به د دې طرحې له مخې ځنګلونه خوندی وی.

سرچینې زیاته کړه چې په تیرو کلونو کې به د پستې حاصلات تر وخت وړاندې راټولیدل، خو سږ کال د یوې منظمې طرحې له مخې خلکو ته د پستې تر رسېدو ورسته د راټلولو اجازه ورکړل شوې ده.

نوموړی وویل: هڅه کوی چې د افغانستان میوو ته مناسب بازار پیدا کړی او په وینا یې په همدې موخه له چین هېواد سره د جلغوزې د صادراتو په موخه خبرې روانې دی.

په ورته وخت کې د کرنې اوبو لګوولو او مالدارۍ وزارت ویاند مفتی عصمت الله برهان وویل چې د دولتی ځمکو د غصب د مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بیرته ازادولو په موخه یې د هېواد په ټولو ولایتونو کې کمېټې جوړې کړې.

د کرنې وزارت هوډ لری چې، د اوبو د ښه مدریت په موخه د اوبو د بندونو د جوړولو او کروندو ته د اوبو په رسوولو، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو په جوړولو، د کرنې او مالدارۍ د نویو لارو چارو په دود ولو او د کرنې او مالدارۍ د سترو پروژو په بشپړولو سره د هېواد بزګرانو او مالدارنو ته ښې اسانتیاوې برابرې کړې.

هېره دې نه وی چې د یاد وزارت چارواکو د غوره خدماتو د وړاندې کولو او د کروندګرو او مالدارانو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو د رامنځته کولو په موخه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو او هېواونو د مرستې غوښتنه هم وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید