روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، د اقتصادی ستونزو د زیاتوالی سبب شوی دی

باختر آژانس: د کاراو ټولنیزو چارو وزارت په افغانستان کې د بیوزلۍ  او وزګارتیا د کچې د لوړ والی په اړه د بیارغاونې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړې  پلټونکې ادارې د رپوټ په غبرګون کې وایی چې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان د مرکزی بانک د شتمنیو کنګل کېدل، په هېواد کې د اقتصادی ستونزو او د بیوزلۍ او وزګارتیا د زیاتوالی سبب شوی دی.

د باختر اژانس د خبرله مخې؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلی، چې د امریکا له لوری د افغانستان د مرکزی بانک د شتمنیو له کنګل سره سره اسلامی امارت د اقتصادی اغیزو د کمښت او د بیوزلۍ او وزګارتیا د کچې د کمښت په مقصد د سترو پروژو کار پیل کړى دى.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د قوش تیپې کانال  د چارو پیل، د یو شمېر کانونو د قرار دادونو لاسلیکول، د ټاپی پروژې د عملی کار د پیل لپاره د اسانتیاوو برابرول، د سوداګرو او پانګه والو د امنیت تامینول او دغه راز په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګې اچونې ملاتړ، په اقتصادی برخو کې د اسلامی امارت سترې لاسته راوړنې بلل شوې دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د امنیت تامینولو او د اسلامی امارت اقتصادی پلانونو ته په پاملرنې سره به  د افغانستان خلک په نږدې راتلوونکی کې د اقتصادی ستونزو د لېرې کولو، په خپلو پښو درېدو او د هېواد د اقتصادی بنسټ د پیاوړتیا شاهدان وی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې  د امریکا د متحده ایالاتو  د ځانګړی پلټونکې ادارې په خپل نوی رپوټ کې ویلی چې په ٢٠٢٢ کال کې په افغانستان کې  د بیوزلۍ او وزګارتیا کچه لوړه شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوی چې د پخوانی حکومت له نسکوریدو وروسته له ٧٠٠ زرو څخه تر٩٠٠ زرو تنو پورې خلکو په افغانستان کې خپلې دندې له لاسه ورکړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید