روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
شریعت: د افغانستان اسلامی امارت د نوی کال «۱۴۴۴هـ ق» د کابینې لومړۍ غونډه د ښاغلی رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ او د ټولو وزارتونو د سرپرست وزیرانو او د مستقلو ادارو د محترمو رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
غونډه چې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، د یو شمیر لغوه شویو ادارو د کارکونکو د برخلیک ټاکلو، د ترافیکی پېښو او بې نظمیو د مخنیوی طرحې بیا کتنه او نوری فایبر د غځونې اړوند پالیسۍ څېړنې په اړه پکې بحث وشو.
د کابینې د پریکړې له مخې د افغانستان اسلامی امارت د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د دې ادارې او د ریاست الوزراء د مقام لوی ریاست له لوری ګډ پلاوی دې د اسلامی امارت د یو شمیر لغوه شویو ادارو د کارمندانو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او د خپلو ځانګړو نظرونو سره د کابینې غونډې ته وړاندې کړی.
په کابینه کې د ریاست الوزراء اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت، ټرانسپورټ، هوایی چلند او د کلیو پراختیا او بیا رغونې سرپرست وزیرانو په ګډون یو پلاوی ته دنده وسپارل شوه چې د ترافیکی پېښو او بې نظمیو د مخنیوی په موخه دې ترافیکی طرحه په دقیق ډول وڅیړی او د ځمکنی ټرانسپورټ له طرحې سره دې د پرتلې او مطابقت وروسته له خپلو نظریاتو سره د تصمیم نیونې په موخه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړی.
همدا راز د کابینې په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نور الحق انور په مشرۍ د مخابراتو او معلوماتی ټیکنالوژۍ، اوبو او انرژۍ، فوائد عامې وزارتونو، د کابل ښاروالۍ او د احصائیې او معلوماتو ملی ادارې لوړ پوړو مسؤلینو او مسلکی او تخنیکی اشخاصو په ګډون پلاوی ته دنده وسپارل شوه چې د نوری فایبر د غځونې اړوند پالیسی دې په دقیق ډول وڅیړی او پایلې دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړی.