روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کابل په هوایی ډګر کې یوه اندازه نشه یی توکی کشف او ضبط شول

شریعت: مالیې وزارت په کابل نړیوال هوایی ډګر کې د نشه یی توکو د ترلاسه کولو خبر ورکړی ده.

د مالیې وزارت وایی چې د کابل نړیوال هوایی ډګر د ګمرک د صادراتو په ګدام کې د پلټنې مسئولینو، پرون پر ۱۲۵ کارتنه تورو ممیزو کې ګډ شوی نشه یی توکی ترلاسه کړی دی.

دغه وزارت پرون د کابل نړیوال هوایی ډګر د ګمرک د مسئولینو له قوله خبر ورکړی چې څو مسافرو چې غوښتل یې په ماهرانه ډول نشه یی توکی عربی متحدو اماراتو ته په قاچاقی ډول ولېږدوی؛ د یاد ګمرک د صادراتو په ګدام کې د پلټنې پرمهال لاس په لاس نیول شوی او د تحقیقاتو په موخه اړونده ارګانونو ته سپارل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې، مسئولینو د قاچاق مخه نیولې او تورن کسان یې اړونده عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی کړی دی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید