روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کابل له وزیر اکبر خان څخه تر شیرپور پورې د نښلوونکی سړک د جوړولو چارې پیل شوې

شریعت: د کابل ښاروالۍ مسوولین وایی چې په دغه ولایت کې یې د ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه له وزیرمحمد اکبرخان تر شیرپور سیمې پورې د نښلوونکی سړک د رغولو چارې پیل کړې.

یاد سړک د ۳۹۱ مترو په اوږدوالی او ۲۲.۵ مترو په پراخوالی د اوبو د لښتیو او پلو لارو په ګډون د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوری د ۱۵ میلیونه افغانیو په لکښت رغول کېږی چې چارې به یې د روان کال تر پایه بشپړې شی.

د یادونې وړ ده چې یاد سړک د وزیرمحمد اکبرخان ۱۵ سړک د شیرپور سیمې له دویم سړک سره نښلوی، چې د دغه سړک په اوږدو کې شپږ ملکیتونه تر استملاک لاندې وو چې د ویجاړولو چارې یې پیل شوې دی.

مسوولین وایی، چې د یاد سړک په جوړیدو سره به ترافیکی  ګڼه ګوڼه کمښت ومومی او د سیمې ډېر شمېر چاپیریالی ستونزې به هم حل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید