روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کابل د فتحی او د اسلامی نظام د قیام لومړۍ کلیزه!

لیکنه: حمزه الیاس

تېر ۱۴۰۰ م کال د اسد پر ۲۴ تمه نیټه د رب العزت په نصرت او د افغانانو په بې دریغه قربانیو سره د هیواد پلازمینه کابل فتحه سو او شل کلن اشغال پای ته ورسېد

په افغانستان کې واحد اسلامی نظام او واحده قومنده قائمه سول

په همدې ورځ په افغانستان کې د چور، غلاء او د فحشاء بازار او د فساد عالمی منډۍ وتړل سوه

په افغانستان کې د قدرت جزیرو ته د پای ټکی کېږدول سو او واحد اسلامی نظام قائم سو

تېرو دوه لسیزو کې په افغانستان کې د غلاء، فساد او د فحشاء کچه اوج ته رسېدلې وه هیڅ یو افغان ځان مستقل او خودخواه نه باله

زمونږ ځوان قشر ته یې د فحشاء اډې خلاصی کړی وې او زمونږ ځوان کهول یې د بې دینۍ او فحشاء په سیند کې غرق او لاهو کړ او ټول یې فکری غلامان وګرځول.

د شل کلن اشغال د ناخوالو څخه یو دا هم ده ؛ چې په افغانستان کې یې د قدرت جزیرې جوړی کړې غربیانو غوښتل چې د دوی تر وتلو وروسته افغانان په خپل منځی جګړو بوخت کړی او دا لګېدلی اور لا هم بل پاتی کړی او ترڅنګ یې  نیشنلزم، سوشلیزم او الحاد غربی دینونه ورپیچکارۍ کړ

همدې غربیانو او غرب پلوه غوښتل چې افغانستان تجزیه کړی او وروسته تر هغه یې د مځکی له مخ نه ورک کړی

خو لله الحمد د رب په نصرت سره او د افغانانو په بې درېغه قربانیو سره دا ټولی ناخوالی او د غربیانو آرمانونه له خاورو سره خاوری سول

او د تش په نامه غلامانو نظام ړنګ سو او افغانستان د تجزیې او ددې ستر ناورین څخه وژغورل سو

د اسلامی نظام په راتګ سره افغانانو د هوسا او نوی ژوند پېلامه وکړه

او د کلونو کلونو آرمانونه یې پوره سول

د اسلامی نظام په قیام سره په افغانستان کې خپلواکی راغله او هر افغان ځان خودخواه ، آزاد او خپلواک وباله

مونږ او تاسو ددې پر ځای چې ددې ستر نعمت ناشکری وکړو باید رب ته په سجده سو او ددې عظیم نعمت خپلواکۍ او آزادۍ شکر اداء کړو

په آخر کې بیا هم ټولو افغانانو ته ددې ویاړمنی ورځی مبارکی وایم.

ممکن است شما دوست داشته باشید