روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

 د ښځو نوې مسئلې

لیکوال:مفتی صادق شاه(فاضل جامعه دارالعلوم کراچی)  /  ژباړه:خالدمشعل / لومړی برخه

لومړی برخه

 (د نوکانو پالېش کول) د اوداسه او غسل مانع دی

لیکوال: مفتی صادق شاه (فاضل جامعه دارالعلوم کراچی) / ژباړن: خالد مشعل / لومړی برخه

هغه ښکلا او زینت، چې د شرعی فرایضو د صحت مانع وی، حرام دی. هغه څیز، چې بدن ته د اوبو رسېدو په وړاندې خنډ وی، نو د هغه په شتون کې اودس اودس او غسل نه صحیح کیږی، که څه هم د ځای په برابر وېښتان لامده شی؛ خو اودس او غسل نه کیږی.

فقهاؤ رحمهم الله وچ شوی ووړه د اوداسه د صحت لپاره مانع ګرځولی، سره له دې چې هغه د نوکانو د رنګولو په څېر هومره کلک هم نه دی، د ووړو اړتیا هم شته؛ نو د نوکانو رنګولو اجازه به څنګه ورکول کیږی؟ څومره لمونځونه یې چې د نوکانو د رنګولو په مهال اداء کړی وی، د هغه راګرځول واجب دی او ورسره به توبه او استغفار هم کوی.

(رد المحتار علی درالمختار باب فرض الغسل ــ ج: ۱ ص: ۱۵۴  او احسن الفتاوی ــ ج: ۱ ص: ۲۶)

د حیض پر مهال د قرآن کریم تدریس

ښځه د حیض په حالت کې د قرآن کریم تلاوت کولی شی. هغه داسې چې پوره ایت به نه لولی، بلکې لفظ به ټوټه ټوټه کوی او بیا به یې ولولی. که اړتیا وه، د نیم آیت تلاوت کولو اجازه هم شته.

(البحر الرائق ــ ج: ۱ ص: ۲۱۰  ما منعه الحیض و کتاب الفتاوی ــ ج: ۲ ص : ۲۵)

شیدې (تی) ورکولو سره اودس نه ماتیږی

کوم څیزونه چې اودس ماتوی، په هغه کې اصل خبره دا ده چې پلیت څیز راووزی او که له سبلینو څخه پاک شی هم راووزی، نو اودس ماتیږی. اما شیدې پخپلې هم پاکې دی او له پاکه ځایه راوزی، له دې امله اودس نه پرې ماتیږی؛ ځکه د پلیت څخه په راوتلو اودس ماتیږی، شیدې پاکې دی، پلیتې نه دی؛ نو پر اوداسه اغېز نه کوی.

(رد المحتار مع درالمختار ــ ج: ۱ ص: ۱۳۴ سنن الوضوء. او نجم الفتاوی ــ ج: ۲ ص: ۶۷)

په ټیکری باندې مسح کول

که کومه ښځه په داسې ټیکری مسح کوی، چې له هغه څه وېښتانو ته لمدوالی رسیږی، نو مسح روا ده او که وېښتو ته لمدوالی نه رسیږی، نو مسح کول جائز نه دی، بلکې له هغه لاندې لاس ننوېستل او مسح کول اړین دی.

(التفاوی الهندیه ــ ج: ۱ ص: ۶ الفصل الثانی فی سنن الوضوء)

د پیچکاری (سیرنج) په واسطه رحم ته د منی رسولو څخه د غسل حکم

د پیچکاری په واسطه چې رحم ته د منی ماده ننوېستل شی، غسل نه پرې لازمیږی؛ ځکه غسل هغه مهال واجبیږی، چې منی ټوپ ووهی او یا د ذکر (نارینه خاص اندام) سر داخل شی. او دلته یو صورت هم نه شته.

(المحیط البرهانی فی الفقه النعمانی ــ ج: ۱ ص: ۸۳ الفصل الثالث فی تعلیم الاغشال او نجم الفتاوی ــ ج: ۲ ص : ۹۹)

د ګولیو خوړلو په اساس د میاشتنۍ وینې بندولو حکم

د وینې بندولو ګولۍ یې که د حیض له پېله مخکې وخوړې او بیا په هغه ټاکلیو ورځو کې وینه را نغله، نو د ښځې لپاره هغه ورځې د پاکۍ ورځې ګڼل کیږی. او که له حیض راتلو وروسته یې وخوړلې او له دریو ورځو وړاندې وړاندې وینه بنده شوه او له دې وروسته تر لسو ورځو پورې وینه را نغله، نو د پاکۍ احکام جاری کیږی او کوروالی هم روا دی. او که چېرې له دریو ورځو وروسته وینه بنده شوه، نو د ښځې چې کوم عادت وی، تر هغه وخته پورې جماع نه ده روا. او له عادته وروسته هم هغه مهال روا ده، چې ښځه غسل وکړی.

(فتاوی اللجنه الدائمه ــ ج: ۵ ص: ۱۸۸ او نجم الفتاوی ۱۸۸)

د عملیاتو په واسطه د ماشوم له پیداکېدلو وروسته د وینې راتلو حکم

که د عملیات (اپرېشن) په ذریعه ماشوم پیدا شو او له هغه وروسته چې کومه وینه راځی، که له رحم څخه راځی، نو نفاس دی او که داسې نه و، نو نفاس نه دی.

(الهندیه ــ ج: ۱ ص: ۳۷)

د مصنوعی وېښتانو لګولو په اساس د اوداسه او غسل حکم

اوسمهال ښځینه د خپلو وېښتانو د اوږدو او ګڼو ښودولو لپاره مصنوعی وېښتان لګوی. دا شرعاً منع دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د داسې کار کوونکی د لعنت جوګه ګرځولی. خو که داسې یې وکړل، بیا هم په ښځو باندې د وېښتانو بېخ ته اوبه رسول لازم دی. نو له دې امله په اوداسه او غسل کې د مصنوعی وېښتانو لرې کول ضروری نه دی. په دې شرط چې په اوداسه کې د سر په څلورمې برخې اصلی وېښتانو بانډې مسح وشی. هو که په مصنوعی وېښتانو یې مسح وکړه، نو اودس نه کیږی.

 (جامع الفتاوی ــ ج: ۵ ص: ۱۴۹ مراقی الفلاح ــ ۸۲ مخ فصل فرایض الغسل)

کوم وېښتان چې د ښځې له سره ووزی، د هغه خرڅول روا نه دی

د ښځینه وو د سر وېښتان په ستر کې شمېرل کیږی او هغه وېښتان چې په ستر کې داخلیږی، نو د پردیو سړیو لپاره د هغو لیدل کتل نه دی جائز. له دې امله د هغه غورځول نه دی په کار، بلکې په کوم پټ او خوندی ځای کې منډل او ښخول یې اړین دی. د دې خرڅول روا نه دی؛ ځکه دا د انسان یوه برخه ده او د انسان یو جزء خرڅول، شرعاً ناروا دی.

(الدر المختار ــ ج: ۶ ص: ۳۷۱، له ستاسو مسائل او جدیډ مسائل نه را اخیستل شوی، ج: ۳ ص: ۱۴۸)

د سرخی او پوډرو په شتون کې د اوداسه حکم

اوسنۍ دودیزه سرخی، کریم او نور د تېلو غوندې او پوډر؛ د ګرد په څېر دی. له دې امله هغه غریو باندې پوښ نه جوړوی، نو ځکه د هغو له شتون سره سره هم اودس درست دی. خو د اوداسه پر مهال دې لومړی هغه لرې کړی او بیا دې ووینی. که چېرې سرخی یا کریم د نوکانو د رنګ په شان پوښ ورکوی نو بیا اودس او غسل جائز نه دی.

(بدائع الصنایع ــ ج: ۱ ص: ۳ کتاب الطهاره او فتاوی حقانیه ــ ج: ۲ ص: ۵۱۱)

د مصنوعی بڼو حکم

که چېرې په اصلی بڼو کې کوم عیب پېښ شو، لکه د ځینو ناروِغیو په اساس باڼه ورژېدل، نو د دې عیب د پټولو لپاره د مصنوعی بڼو لګول روا دی؛ خو په ډې شرط چې د انسان له وېښتانو څخه نه وی. البته د ښکلا او ښایست لپاره نه دی روا، لکه نن سبا چې کوم موډ او فېشن دی.

(د [اصلی زینت] ۲۶ مخ او مشکوه المصابیح ۳۸۱)

د مصنوعی نوکانو لګولو حکم

د مصنوعی نوکانو استعمالول جائز نه دی؛ ځکه چې په دې کې د ګناه څرګندونه ده او فاسقانو او فاجرانو سره مشابهت په کې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید