روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ښځو نوې مسئلې

د اوسپنې ګاڼه کارول

لیکوال: مفتی صادق شاه (فاضل جامعه دارالعلوم کراچی)
/ ژباړن: خالد مشعل / اوومه برخه

له سرو زرو او سپینو زرو پرته د نورو ویلې کېدونکو څیزونو، لکه: اوسپنه، مس، پیتل (برنج، زېړ رنګ مس او جست) او د نورو ګاڼه اچول؛ مکروه دی.

حضرت عبدالله بن بریده رضی الله عنه له خپل پلاره روایت کوی، وایی: یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی او له مسو جوړه شوې ګوته یې په ګوته کړې وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: څه خبره ده چې له تاسو څخه د بوتانو بوی راځی؟ هغه سړی ګوته وغورځوله. کله چې دویم ځل راغی، هغه د اوسپنې ګوته په لاس کړې وه. نو د الله رسول ورته وویل: څه خبره ده، چې پر تا د دوزخیانو زیور (ګاڼه) وینم؟ نوموړی هغه ګوته هم وغورځوله. او ویې ویل: له کوم ویلې کېډونکی څخه ګوتمه جوړه کړم؟ نبی علیه السلام ورته وویل: له زېړو څخه یې جوړه کړه، چې له یوه مثقاله زیاته نه وی.

(اعداء السنن کتاب الحظر والاباحه ــ ج: ۱۷ ص: ۳۲۹ ــ ۳۳۰ او له (خواتین کی زیب و زینت کی شرعی احکام ص: ۱۴۰)

د اېډز له امله نکاح فسخ کول

د مالکیانو، شوافعو او حنابله وو حضراتو په نزد، نکاح هم له هغو معاملو څخه دی چې د عیب (نیمګړتیا) له امله فسخ کیږی. که چېرې له نکاح کولو وروسته په خاوند کې داسې عیب پیدا شو او یا له نکاح وړاندې موجود و او ښځه یې له هغه نه وه خبره کړې، نو د دریو امامانو په نزد، ښځینه د نکاح فسخ کولو غوښتنه کولی شی. د کومو عیبونو په اساس چې د نکاح د فسخ کولو حق ورکړل شوی. سمه ده چې د هغه اړوند اختلافات شته، چې مونږ هغه په بنسټیزه توګه په دوو ډلو وېشو. لومړی هغه چې په جنسی اعتبار سره یو بل ته د ګټې اخیستلو وړ نه وی. دویم، هغه چې د کرکې وړاو د سرایت (انتقالېدو) وېره یې وی، لکه پیس (برګی) ، لېونتوب.

د امام ابوحنیفه رحمه الله په اند، له نامردی او (ذکر) پرېکېدو پرته بل صورت نشته، چې په هغه کې ښځینه د تفریق (بېلتون) غوښتنه وکړی.

د امام محمد رحمه الله په نزد، د لېونتوب او پیس (برګی) له امله هم ښځینه د نکاح د فسخ کولو غوښتنه کولی شی. او متأخرینو احنافو هم پر دې فتوی ورکړې.

په عام ډول، د علم څښتنانو (اهل علمو) له امام محمد رحمه الله څخه بریښی چې د احصر او تحدید درست نه دی. د علامه کاسانی رحمه الله بیان دی: «خلوه من کل عیب لا یمکنها المقام معه الا بضرر کالجنون والجذام والبرص شرط للزوم النکاح حتی یفسخ به النکاح.»

ژباړه: د نکاح د لازموالی لپاره باید له داسې عیبونو څخه خلاص وی:

امام زیلعی رحمه الله لیکلی: «وقال محمد ترد المرأه اذا کان بالرجل عیب فاحش بحیث لا تطیق المقام معه لأنها تعذر علیها الوصول الی حقها لمعنی فیه فکان کالجب والعنه.» ژباړه: امام محمد رحمه الله وایی: که چېرې خاوند داسې عیبونه ولری، چې د هغه په شتون کې ښځینه نشی ورسره اوسېدای، نو مېرمن کولی شی چې نکاح رد کړی، ځکه چې په دې صورت کې ښځینه ته خپل حق ترلاسه کول ګران دی، لکه د (ذکر) پرېکېدل او نامردی.

د حضرت امام محمد رحمه الله په نزد، د هر سرایت کوونکی مرض او د کرکې او نفرت وړ ناروغۍ په اساس د بېلتون او تفریق غوښتنه کولی شی. او همدا د شریعت له مزاج سره همغږی دی. او د هغه (شریعت) د اصولو، مقاصدو، روح او قواعدو سره سمون خوری. د دې تفصیلاتو په رڼا کې غور په کار دی. له دریو امامانو پرته د احنافو په نزد هم اېډز له هغو ناروغیو څخه دی، چې له امله یې ښځې ته د بېلتون (تفریق) حق شته (شونی) دی. ولې چې یاده ناروغی له برګی او جذام څخه خورا زیاته د نفرت وړ هم ده او ساری هم او جنسی اړیکه هم د دې رنځ د لېږدېدا لامل دی. له دې وجې د اېډز په رنځ اخته خاوند د خپلې مېرمنې په حق د نامرد په حکم کې دی، چې هغه د دې رنځ د انتقالېدا د وېرې له امله له ډې نارینه څخه خپله ځانی غوښتنه نه شی پوره کولی.

په دې اساس ښځې ته له دې نارینه څخه د تفریق غوښتلو د دعوی حق حاصل دی.

۱ ــ المبسوم للسرخسی، بابا الخیار فی النکاح (ج: ۵ ص: ۹۷)

۲ ــ الهدایه، باب العنین (ج: ۲ ص: ۲۷۴)

۳ ــ التفاوی الهندیه، الباب الثانی فی العنین (ج: ۱ ص: ۵۲۶)

۴ ــ بدائع الصنایع فی ترتیب الشرائع، فصل شروط لزوم النکاح (ج: ۲ ص: ۳۲۷)

۵ ــ تبیین الحقائق باب العنین وغیره (ج: ۳ ص: ۲۵)

۶ ــ له (جدید فقهی مسائل) څخه اخیستل شوی.

د اېډز له امله د حمل غورځول

حمل دوه پړاونه لری.

۱ ــ له (۱۲۰) ورځو وروسته؛ کله چې روح په کې ننوزی.

۲ ــ له دې وړاندې چې روح لا نه وی په کې ننوتلی.

کله چې په ماشوم کې روح ننوزی. که د اېډز وېره هم وی، د حمل اسقاط (غورځول) جائز نه دی. له روح پوکلو وروسته د حمل ضایع کولو باندې اجماع او اتفاق دی. شیخ الاسلام حافظ ابن تیمیه رحمه الله وایی: «اسقاط حمل حرام باجماع المسلمین.» ژباړه: د حمل غورځول د مسلمانانو په اجماع سره حرام دی.

په ماشوم کې د روح له داخلېدو وړاندې د عذر په اساس په حمل غورځولو کې ګنجایش شته. فقهاؤ کرامو د عذر مثال داسې ورکړی: د مور په غېږ کې یو تی رودونکی ماشوم موجود دی او پلار یې دومره توان نه لری چې د بلې ښځینه شیدې ورکړې، نو د دې نوی ماشوم د خوراکی اړتیا د نه ترلاسه کېدا پر بنسټ د حمل غورځول کولی شی، څو شیدې وچې نه شی.

ماشوم چې په موروثی ډول د اېډز ناروغۍ سره زیږیږی، څرګنده خبره ده چې دا له هغه څخه خورا سخت عذر دی.

۱ ــ فتاوی ابن تیمیه ــ ج: ۴ ص: ۳۱۷

۲ ــ رد المحتار علی الدر المختار فی حکم العزل ــ ج: ۳  ص: ۱۷۶

۳ ــ له (جدید فقهی مسائل ج: ۵ ص: ۳۴)

۴ ــ ابو داؤد، باب وطی السبایا (ج: ۱ ص: ۲۹۳)

ممکن است شما دوست داشته باشید