روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ښځو نوې مسئلې

لیکوال: مفتی صادق شاه (فاضل جامعه دارالعلوم کراچی) / ژباړن: خالد مشعل / شپږمه برخه

مولانا محمد یوسف لدهیانوی رحمه الله د یوې پوښتنې په ځواب کې د ښځینه وو د تبلیغ په اړه څو اصول او ضوابط بیان کړی، چې هغه ستاسو په وړاندې دی:

د ضرورت په بناء ښځینه وو ته د ځانګړیو شرایطو په اساس سفر کول جایز دی. په ښځینه وو کې له دین څخه بې پروایی عامه ده او څنګه چې د مور غېږ لومړنی ښوونځی دی، له دې امله له دینه لرېوالی تر ښځینه وو پورې محدود نه دی، بلکې راتلونکی نسلونه هم ترې اغېزمن کیږی. پر دې اساس په هره زمانه کې د اُمت مصلحینو د ښځینه اصلاح ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. لکه څنګه چې حکیم الامه حضرت مولانا اشرف علی تهانوی د (بهشتی زیور ــ جنتی کالی/جنتی ګاڼه) په سریزه کې کښلی: «ما چې په هندوستان کې د ښځو د دین تباه کېدونکی حالت ولیده، زړه مې پرې غمجن شو او د علاج په لټه کې یې وم او د دې فکر وجه یوازې د هغوی دینی تباهی پورې محدوده نه وه، بلکې اغېز یې تر ماشومانو او خاوندانو پورې رسېدلی وه او د وخت په تېرېدو سره مخ په زیاتېدو وه. له دې اندازه برېښېدله، چې که څو ورځې نور هم اصلاح  نه شی، ښایی دا رنځ ژر تر ژره ناسور شی…»   د حکیم الامه په دې لیکنه باندې نژدې یوه پېړۍ تېره شوې. په دې اوږده موده کې د ښځینه او نارینه وو له دین څخه واټن، غفلت او بې زاری کې ستره اضافه شوې، چې د بیانولو اړتیا یې نه شته. له دې امله د اُمت مصلحینو ته په دې معامله کې د ژور فکر اړتیا ده، چې د ښځو د اصلاح لپاره تدبیر غوره کړی.

حکیم الامه د غفلت د رنځ لپاره دا تدبیر خوښ کړ، څو د ښځمنو لپاره د دینی تعلیم انتظام وکړی او له شرعی مسئلو څخه د خبرولو سرشته یې وکړی. نو نوموړی (بهشتی زیور) ولیکه، چې د ښځینه وو لپاره د اړینو مسئلو یو ښکلی نصاب یې هم تدوین کړ، خو افسوس د مسلمانانو غفلت تر دې بریده زیات شو چې مسلمانانو د شفاء نسخه استعمالول هم پرېښودل. له دې امله دا اړینه وبلل شوه چې د ښځو لپاره په حلقو کې د دین دعوت دود شی، څرنګه چې لویانو په دې اړه اوږد فکر او غور وکړ، له علماؤ او صالحانو سره مشورې وشوې او له اوږدو مشورو وروسته د دې هدف لپاره یو ځانګړی نظام جوړ شو، چې په بشپړ ډول د شرعی احکامو رعایت په کې شوی ؤ. د ښځینه وو د جماعتونو لپاره ځانګړی قیودات او سخت شرطونه وټاکل شول، د بېلګې په ډول: کومه ښځه چې په جماعت کې د وتلو اراده وکړی، له هغې سره یې باید با اثره محرم وی او که جلکۍ ناواده شوې وه، نو له هغې سره یې د مور شتون لازمی دی. هره ښځینه باید بشپړه پرده (بورقه/څادری) کې پټه وی او نور. د دې شرعی احکامو او شرایطو په پام کې نیولو سره ښځینه په جماعتونو کې ووتلې.

ما ګناهګار هغه شرایط او قیودات او له هغه نه جوړ شوی نظام په خپله وکوت، له خپلو محرمو ښځو سره په دې لار کې ووتلم. الحمدلله، په عملی ډول مې د هغو قیوداتو او شرایطو باندې په خپلو سترګو ولیدله، چې په اساس یې له یاد نظامه پوره ډاډه شوم. په جماعتونو کې د ښځینه وو له وتلو په ټولیز ډول رافهمیږی، چې دا ښځینه هم (خدای مه کړه) په کوڅو او بازارو کې ګشت کوی، په داسې حال کې چې دا بیخی له واقعیته لرې او خلاف دی. کوم ځای ته چې ښځینه جماعت ځی، هلته مخکې لا د پردې بندوبست شوی وی. کوم ځای چې د جماعت د اقامت لپاره ټاکل شوی وی، د ښځینه وو د محرمو د اوسېدا لپاره هم مسجد انتخاب شوی وی. او د دې کلی د نارینه وو په واسطه د دې ځای ښځینه راجمع کیږی او د دین د خبرو د زده کولو بلنه ورکول کیږی، لنډه دا چې د نارینه وو او ښځینه وو د اختلاط او ګډون کوم څرک تر لرې لرې هم نه بریښی.  الحمدلله! د دعوت په دې نظام ښځینه طبقې ته ډېره ګټه ورسېده، چې په سلګونو خویندې یې له برکته د بشپړ حجاب او پردې پابندې شوې او د هغوی په کورونو کې د دیندارۍ ځانګړې فضاء پیدا شوه. له دې امله دا ګناهګار د دې ټور کار پوره ملاتړی دی. او ټولو دیندارو او د علم څښتنانو ته عرض کوی، چې له خپلو ښځینه وو سره دې په دې لاره کې ووزی او عملاً دې دا نظام وګوری، له دې سره به هغه برکات محسوس کړی.

له هډوکو څخه جوړه شوې ګاڼه کارول

د څاروی له هډوکو، ښکرونو او غاښونو څخه د جوړې شوې ګاڼې کارول هم سم او روا دی. یوازې له خوګ (خنزیر) نه پرته د نورو حلالو او حرامو څارویو، هډوکی، ښکر او غاښونه نجس نه دی.

(«الأ کل شئ من المیته حلال الا ما أکل منها، فأما الجلد والقرون والشعر والصوف، والسن، والعظم فکل هذا حلال لانه لا یذکی.» دارقطنی/کتاب الطهاره باب الدباغ ــ ج: ۱ ص: ۴۲)

له ګلانو ګاڼه جوړول

د ګلانو هار یا غاړه کۍ په غاړه کې اچول یا د ګلونو کړۍ په لاسونو کې اچول او په دې ډول نور څیزونه استعمالول؛ له کراهیته پرته روا دی.   (وجمیع أنواع الزینه بالحلی والطیب و نحو ذلک جاظز لهن ما لم یغیرن شیئا من خلقهن. عمده القاری، کتاب اللباس، باب الطیب فی الرأس واللحیه ــ ج: ۱ ص: ۴۲)

ممکن است شما دوست داشته باشید