روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ښځو نوې مسئلې

د ښځینه وو لپاره پر مخ بلیچ کریم وهل

لیکوال: مفتی صادق شاه (فاضل جامعه دارالعلوم کراچی) / ژباړن: خالد مشعل / دویمه برخه

 

ښځینه د خپل مخ د وېښتانو د پټولو لپاره بلیچ کریم کاروی. دا کریم د وېښتانو رنګ د مخ په څېر اړوی. لګول یې جائز دی، په دې شرط چې مخ ته پوښ نه ورکوی. که نه بیا غسل او اودس نه کیږی.

(مرقات المفاتیح ــ ج: ۸ ص: ۲۳۶ او اصلی زینت ص: ۲۶)

له نامه لاندې وېښتان په پوډرو باندې صفا کول

د سړیو لپاره له نامه لاندې وېښتان په پاکی او نورو څیزونو سره لرې کول په کار دی او د ښځو لپاره له بېخه وېستل مستحب دی. د ښځو لپاره د پاکی کارول هم درست دی، خو غوره نه دی. پوډر، کریم او لوشن استعمالول د دواړو لپاره جائز دی.

(شامی ــ ج: ۶ ص: ۴۰۶ او اصلی زینت ص: ۲۹)

د غاښونو نری کول او تېزول او بدن باندې خالونه وهل

د غاښونو نری کول او تېرول او بدن باندې … دواړه منع او ناجائز دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د غاښونو نری کولو او په بدن باندې له خالونو وهلو څخه نهې کړې.

(نسائی ــ ج: ۲ ص: ۲۸۱ او اصلی زینت ــ ص: ۲۸)

ښځې ته د سر د پاسه وېښتان راغونډول

ښځینه د سر وېښتان راغونډ او د سر له پاسه یې وتړی. دا ناجائز دی. په حدیث شریف کې سخت وعید پرې راغلی، چې داسې ښځو ته به د جنت بوی هم ور نه شی. له دې پرته نورې لارې چارې روا دی؛ خو په دې شرط چې پردی سړی یې و نه وینی او له کفارو سره مشابهت هم په کې نه وی. د وېښتانو پټول اړین دی، آن د زړو ښځو وېښتان لیدل هم حرام دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی: «صنفان من اهل النار لم أرهما، قوم معهم سیاط کأذناب البقر یضربون بها الناس، ونساء کاسیات عاریات، ممیلات، مائلات، رؤسهن کأسنمه البخت المائله. لا یدخل الجنه ولا یجدون ریحها، وأن ریحها لتوجد من مسیره کذا و کذا.» مسلم ۲/۲۰۵ . یعنې د دوزخیانو دوه ډولونه دی چې ما تر اوسه پورې لا نه دی لیدلی. لومړی: هغه قوم چې له دوی سره به د غوایانو د لکیو په څېر کمچینې وې، خلک به پرې وهی. دوی ډول: هغه ښځې چې له جامو اغوستلو سره سره به لوڅې وی، نور به ځان ته رامایله کوی، خپله به ځان نورو ته مایله کوی، سرونه به یې د بختی اوښانو د کوهانو په څېر کړی وی. دا دواړه ډوله خلک به جنت ته نه ننوزی، نه به د هغه خوشبو بوی کړی او د هغه بوی تر دومره دومره واټنه پورې رسیږی.

(اصلی زینت ص: ۱۱)

د ماشومانو د زېږون بندول

د اولاد ډېروالی او کموالی په روزی او تقدیر باندې اغېز نه کوی، بلکې هر راتلونکی له ځان سره خپله برخه راوړی. د رزق انتظام یې هم هغه (الله جل جلاله) کوی. هغه رازق دی. د ماشومانو د پیداکولو مخنیوی کول، د یهودیانو د نړیوال جماعت پروګرام دی، چې هدف یې د مسلمانانو د نسل ختمولو کوښښ دی. یهودیان او نصارا د مسلمانانو د شمېر له ډېرېدو څخه ویریږی. هغوی نه غواړی، چې د الله جل جلاله د نوم غوښتونکی او خوښونکی زیات شی. نو له دې امله هغوی د ماشومانو د زېږون د مخنیوی پروګرام بنسټ کېښود او دا یې په اسلامی هېوادونو کې ښه خپور کړ. دا پروګرام حرام او له قتلولو سره یو شان برابر دی.

(سوال او جواب د کتاب اور سنت کی روشنی مین ص: ۲۸۲)

ممکن است شما دوست داشته باشید