روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د  ښځــې  د  مقــام  پـرتله

۱- دیموکراتان په ښځو غزلې اوزمزمې کوی ، خو اسلام دوی د آذان او اقامت څخه منع کړې دی ، تر څو د دوی په آواز اورېدلوسره د هغوی حیثیت ،آبرو او عزت ته صدمه ونه رسیږی .

۲- سکولران ورته په بازارونو او محفلونو کې د آزاد تګ اجازه ورکوی ، خو اسلام ورته د دوی د عفت ساتلو په غرض دجمعې او جماعت د لمانځه تللو څخه معاف کړی دی .

۳- سیکولران یې په لوبغالو کې د فټبال والیبال او کرکټ لوبوته هڅوی ، خو اسلام په حج کې د صفا او مروه تر مابین په لږ منډه او ځغاسته باندې هم نه مکلفوی ، تر څو وقار او عزت یې وساتل شی .

۴- سیکولران یې یواځې چکرونو او په هوټلونو کی یواځې شپې کولو ته رابولی ، خو اسلام یې د حج مقدس سفر ته هم د محرم بغیر یواځې نه پرېږدی تر څو عفت اوعزت ئی پایمال نشی .

۵-سیکولران یې ګډ کار ته هڅوی تر څو دنارینه وو سره اوږه پراوږه کار وکړی ، خو اسلام یې د مقدس جهاد او مبارزې کولو څخه هم معافوی تر څو دوی د ستړیا او ډار څخه لرې په خپل کور کې په امن سره ژوند وکړی .

۶- سیکولران یې کوڅو او بازارونو ته نیمه لوڅې راوباسی ، خو اسلام وایی چه پښه به پر ځمکه باندې په زوره نه وهی ترڅو د پازیب شرنګا یې د نامحرمه خلکو تر غوږ ونه رسیږی . او د دې په حق کی غلط فکر ونه کړی .

دا یو څو فرقونه مو د مشت نمونه خروار په څیر ذکر کړل نور هم ډیر زیات فرقونه موجود دی. غربی نړۍ،دیموکراتان،سیکولران او د هغوی د نظریو متبعین هیڅکله هم د ښځو له غمه ندی مړه بلکه صرف هغوی ته د وصول لارې لټوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید