روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ښوونکی د نړیوالی ورځ په ویاړ؛ ښوونکی دعلم اوپوهې بنسټ ایښودونکی دی

زده کړه او روزنه د یوې ټولنې بنسټیز رکن دی اوهیڅ ټولنه او جامعه به غیر له دغه مهم عنصر څخه نه شی کولای چې ترقی او پرمختگ وکړی د اسلام سترپیغمبر جناب حضرت محمد مصطفی (ص) څه ښه ښکلی فرمایلی دی : «هیڅ عبادت دتفکر په څیر نه دی اوهیڅ زیار او کوښښ دعلم اوپوهې له زده کړې څخه با ارزښت  اوگټورنه دی» په دې ډول دعلم اوپوهې بنسټ ایښودونکی خوبیا یوازې اویوازې همدا ښوونکی  دی، او ښوونکی په حقیقت کې دعلم اوپوهې د ډیوې ځلوونکی او دقدر وړ شخصیت دی ، ښوونکی زده کوونکوته دمعنوی مور اوپلارحیثیت لری اوبالمقابل قدرمن ښوونکی هم دهیواد دنوی نسل  په روزنه کې ستر مسؤولیت لری خوشرط یی دادی چې دغه شخصیت دخپل ستر رسالت او پوهنیزې وړتیا له مخې باید نوی نسل چې دهیواد دراتلونکی جوړوونکی دی په ښه توگه وروزی ، ترهغو چې په راتلونکی کی دعلم اوپوهې په زیورسمبال شی اوپه صادقانه توگه دافغانستان دترقی او پرمختگ له پاره کار وکړی. په خواشینۍ سره باید ووایو چې په هیواد کې گڼ شمیر هیوادوال  دلیک اولوست دنعمت څخه بې برخې دی، له پوهې څخه بی برخې هیواد وال په  ټولنه کی دبیکاری او نورو بدمرغیو سره؛ لاس اوگریوان دی که چیرې په رښتینې توگه په هیواد کې بیسوادی له منځه لاړه شی دهیواد دنوی نسل دښه پوهاوی په مقصد د با احساسو ، زړه سواندو ،هیواد پالو او پوهو ښوونکو ، استادانو شتون هم ډیر اړین دی ، ځکه دهیواد پرمختگ داستادانو دعلمی پوهې په لوړولو کې نغښتی دی ، که څه هم په هیواد کې دیوسیاسی بدلون څخه را وروسته په مختلفو برخوکې د نورو مثبتو  لاسته راوړنو ترڅنگ دپوهې په  برخه  کې گټور او رغنده گامونه اوچت شوی او دغیر مسلکی ښوونکو له پاره دغوره پوهاوی او مسلکی کیدو په موخه دپوهنې وزارت له خوا د داخل خدمت په نوم په دارالمعلمینونو کې جوړ شوی چې عملاً هم دڅو کلونو  راپه دیخوا زمونږ گڼ شمیر غیر مسلکی ښوونکی په کې په مسلکی زده کړې بوخت دی، همداراز دهیواد دبیلا بیلوساحو گڼ شمیر استادانو هم دنړۍ په بیلا بیلو پوهنتونونو کې دماسترۍ اودکتورا په کچه دیپلومونه ترلاسه کړی ، چې دا ټول دنوی نسل دښه  پوهاوی په لور غوره  گام بلل  کیږی ځکه د دغه ډول استادانوله شتون پرته دافغانستان پرمختگ شونی نه دی او دپرمختگ یواځینئ لاره هم دپوهی اوعلم ترلاسه کول  دی، دهرهیواد ترقی ، پرمختگ او  نیکمرغه راتلونکی دهغه هیواد دځوان نسل په پوهنی ، لیاقت ، ذکاوت او کارنده  عملی وړتیا کې نغښتې ده ، اوس موږ په یوویشتمه پیړۍ کې ژوند کوو او نړۍ هم دعلم اوپوهې له  برکته دیو کور او کلی بڼه غوره کړې اوپه مختلفو برخوکې ورځ تربلې په نویوو اختراعاتو او کشفیاتوبرلاسی کیږی ، زمونږ په ګران هیواد کې دبیسوادی کچه لاهم  ډیره لوړه ده او آن دعلم اوپوهې تور ذهنه دښمنان تل په دې هڅه کې دی چی دهیواد په مختلفو ساحو کې دپوهې مرکزونه او ښوونځئ د توغندیو اوبمی چاودنو په وسیله ړنگ  کړی او یا یې وسوځوی ، پردې بنسټ اړینه بریښی چی په لومړی قدم کې دعلم د دښمنانو ددغه ډول ورانکاریو دمخنیوی په موخه ملی امنیتی ا و دفاعی ځواکونه دهر پلوه تجهیز او پیاوړی شی چې په ټول هیواد کې ډاډمن امنیت د بسیا کولوجوگه شی اوپه مرسته یې دعلم اوپوهې دزده کړې دروازې پرانستې وی او په دې توگه دپوهنې په برخه کې هر ډول ستونزې او خندونه له منځه لاړ شی ، همداشان په دې اړوند دپوهنې او لوړو زده کړو وزارتونوته هم ښایی چې داړوندو ارگانونو، نړیوالې ټولنې او خلکو په مرسته اوهمکاری دهیواد دبچیانو دعلم او پوهې د کچې د لوړولو په موخه دبا احساسو استادانو او ښوونکو دعلمی او  اکاډمیکې پوهې د لوړولو له پاره  په کلکو اقداماتو لاس پورې کړی ، چې دهیواد راتلونکی نسل د علم او پوهې له نعمت څخه برخمن شی او ددوئ په هڅه اوهاند دجگړه ځپلی افغانستان دترقی او پرمختگ له پاره لا ښه زمینه برابره شی او دنوې پیړۍ د نوښتونودسالمې سیالۍ په ډگرکې خپل هیواد هم دسیالانو سره  سیال کړی ، دټولو  نوښتونو، پرمختگونو، علمی او پوهنیزې وړتیا لامل او بنسټ ایښودونکی همدا ښوونکی دی ، نو اړینه ده چې دافغانستان ا سلامی جمهوری دولت د مادی او معنوی پلوه ښوونکی وستایی او په هراړخیز ډول دلومړنیو اړتیاوو دسمښت په برخه کې تل مرستندوئ واوسی، ترهغه چې په آرام او هوسا خاطر دوئ دهیواد دنوی نسل په روزنه کې هڅانده واوسی او په دې توگه نوی نسل په ښه ډول دعلم اوپوهې په زیور سمبال او په راتلونکې کې دگران هیواد دجگړه ځپلی افغانستان دلاترقی او پرمختگ سبب وگرځی .

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید