روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت: د اسلامی امارت د واک ته رسېدو سره سم ۳ زره جریبه غصب شوې دولتی ځمکه ژغورل شوې ده

شریعت: ملت ته د حساب ورکولو په لړ کې  پرون د ښار جوړولو او ځمکو وزارت چارواکو د یوې خبری غونډې په ترڅ کې د تېر یوه کال لاسته راوړنې او پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوی حمدالله نعمانی یادې غونډې ته په خبرو کې وویل چې وزارت یې د هېواد والو لپاره د ښه او مناسبې معیاری سرپناه د جوړولو لپاره هڅې کوی او په همدې موخه دمګړۍ د سرپناه جوړونې درې لویې پروژې تر کار لاندې دی.

په دغه دریو پروژو کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې قطری پروژه، د دارالامان په سیمه کې د چین هېواد له لورې په بلا عوضه توګه د هستوګنیز ښارګوټې د جوړولو پروژه او د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د پیروزی ښارګوټی پروژه شاملې دی.

د سرپرست وزیر په وینا د کابل ښار په خوشحال خان سیمه کې د قطر هېواد له لوری د هستوګنیز ښارګوټی د جوړولو چارې بېرته پیل شوې دی او په دارالامان سیمه کې د چین هېواد له لوری د هستوګنیز ښارګوټې د جوړېدو په اړه له چینایی لوری سره خبرې روانې دی او د جوړولو عملی چارې به یې ژر پیل شی.

د نوموړی په خبره د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د ۱۱ زره بابه کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شی.

یاد وزارت همدارنګه د اسلامی امارت د واک ته رسېدو سره سم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ۳ زره جریبه غصب شوې دولتی ځمکې د ژغورلو خبر هم ورکړی دی.

مولوی حمدالله نعمانی زیاته کړه چې د غصب شوو دولتی ځمکو د بېرته راګرځولو او مخنیوی په موخه د امیرالمومنین تر حکم وروسته د ښار جوړولو، عدلیې او کرنې وزارتونو، لویې څاروانوالۍ او سترې محکې د استازو نه د جوړ شوی کمېسیون له لوری د قانون یوه ځانګړې مسوده ترتیب شوې او د تصویب  په موخه بېرته امیرالمومنین ته لېږل شوې، چې تر منظورۍ او توشېح وروسته به د همدې قانون له مخې د دولتی ځمکو له غاصبینو سره حساب کتاب وشی.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته د ۱۴۰۱ لمریز کال لپاره ۱میلیارد ۲۹میلیونه ۱۳ زره او ۱۰۰ افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده، چې څه د پاسه  ۹۲۲ میلیونه یې عادی او ۱۰۷ میلیونه یې پراختیایی بودیجه ټاکل شوې ده.

یاد وزارت همدارنګه په تېر یوه کال کې ۱ میلیارد ۲۱ میلیونه ۲۴ زره ۲۴۵ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلی دی.

 هېره دې نه وی چې ۱۲ ولایتونو ته د تفصیلی پلانونو جوړول، ۶ ولایتونو ته د بیا رغونې پلانونه ترتیبول، د نوی کابل د ۱۱ زونونو لپاره د سړکونو او برېښنا شبکې طرح او ډیزاین کول، د دوه سوه زره بابه کورونو د برنامې عملی کول چې د آپارتمانونو او حویلۍ په شکل به جوړېږی او د اقتصادی او تفریحی پارکونو پراختیا د یاد وزارت راتلونکی پلانونه په ګوته شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید