روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ژمې سختې ورځې او د حکومت ذمه وارۍ

دا چې له یوې خوا هېواد تازه له تېر شل کلن اشغاله را خلاص شوی، هغه پرنګی اشغال چې د معنوی ارزښتونو له تبایی سر بېره یې زموږ ټوله اقتصادی تګلاره او شتمنی هم یو مخ له منځه یو وړه، څو میلیونه وګړی یې یوازې په نغدو پیسو او سملاسی ګوزان روږدی کړل، له بنسټیزو اوږد مهالو پروګرامویې غافل او راوګرځول او فقط د پردیو لاس نیوی، رشوتونو او نوکرۍ ته یې اړوېستل، چې حتمی پایله یې خامخا همدا راوځی چې که د بهرنی یرغلګر واکمنی اوراج ونه منل شی نو پر داسې خلکو به رڼا ورځ توره شپه او د خپلواکۍ ښاغلی ژوند به هرو مرو ورته قیامت وی. له بلې خوا بیا همداسې یو هېواد کې دا اوسنی ژمی په څېر طبیعی ستونزې، شدید ساړه، مواصلاتی مشکلات او نور هم منځ ته راغلی، نو طبیعی ده چې د داسې ځپل شوی ملت له منځه بیا د اکثریت بې وزله وګړو ژوند له خورا سختو ناخوالو سره مخ کیږی. دغه راز بل لور ته زموږ د هېواد طبیعی جوړښت، اقلیم او موقعیت هم داسې دی چې که ودان او ښېرازه شی نو ډېر ښکلی، کنه وچ سوځلی وی. د مثال په ډول د موقعیت ستونزه مو دا ده چې سمندر ته خپله لار نه لرو او د څو بخیلو ګاونډیانو ترمنځ پراته یو د اقلیمی مشکلاتو له جملې یې همدا د ژمی سختو ورځې او شدید ساړه دی چې د غرنیو سیمو، لوړو کنډوونو او خامه سرکونو د بندښت صورت کې د بې وزله خلکو ژوند له انتهایی ګڼو ستونزو سره مخ کوی. په دې لړکې زموږ اوسنۍ غټه بې وسی بیا دا ده چې د هېواد او له درجه خواړه یعنی غنم، وریځې او غوړی مواتیا سلنه له خارجه راځی چې د وارداتو لپاره یې هم دا وخت یوازې د ازبکستان او تاجکستان لارې او بندرونه کاروو. همدا وجه ده چې د هېواد جنوبی او نورو لیرې اطرافو ته یې رسول په ډېر لګښت او سختۍ ترسره کیږی او ښکاره ده چې بیو کې هم پام وړ زیاتوالی راځی، ضمناً له تېرو څو کلو راهیسې پر ټول هېواد راغلې وچکالی او د پیدا وارو کاختی زموږ د اطرافی وګړو لپاره یوه بله معاشی ستونزه وه چې حکومت او د هېواد ټوله واکمنه طبقه انتهایی د روند مسئولیت پرغاړه  لری. لازمه ده اوس مهال له مشرتابه رانیولې تر وزیرانو، والیانو، رئیسانو، ولسوالانو، قاضیانو، قوماندانانو او ګردو ملکی او نظامی حاکمانو پورې د یوې شېبې لپاره خپل او د رعیت یوه بې وزله عادی سړی ژوند سره پرتله کړی او وګوری چې واقعی توپیر څومره دی. ښایی زموږ د واکمن نظام د هر چارواکی د ذمه وارۍ خطورت لپاره همدا یو ټکی قطعاً کافی وی چې د اسلامی شعار او دینی سپیڅلې داعیې د روحیې او ځواک پرمټ واک ته رسېدلی او د اقتدار پروخت یې هر غفلت او ځان پالنه د عوامو ترمنځ د اسلام د برنامۍ سبب ګرځی. نو په کار ده چې په همدغو سختو ورځو کې د خپل رعیت له خدمته یوه شېبه هم غفلت ونه کړی. اوس باید ټول د خوراکی اړتیا وو په وارداتو کې د هر راز مشکل د اواری لپاره شپه ورځ لاس په کار اوسی، د لارو د تنظیم او ساتنې لپاره جدی پاملرنه وشی او مارکیټونو کې د احتکار او ګرانۍ د مخنیوی لپاره لازم اقدامات ترسره شی. هیله ده لوی خدای جل جلاله د همداسې اخلاص او خدمت په نتیجه کې همدغه بارانونه د ټول هېواد لپاره د خیر او برکت ذریعه وګرځوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید