روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ډمو انقلاب!

تازه مې په ټویټر کې د پرځیدلی جمهورېت او له منځه تللی حکومت د یو پخوانی چارواکی څرګندونې ولیدلې. هغه چې کلونه، کلونه د امنیتی ادارو په رأس کې پاتې شوی و او د خپلې مفسدې ادارې هره ښه او بده سوړه ورته معلومه وه، په ډیرې سپین سترګۍ خپل هېواد کې مېشتو افغان مېرمنو باندې غږ کړی و، چې د طالبانو پر ضد راپورته شی او انقلاب راولی!!!

ده افغان میرمنې ډیرې محکومې او د طالبانو تر جبر لاندې بللې وې؛ خو راته ویلی شی، چې د طالبانو پر خلاف انقلاب کې به خپله مېرمن د مبارزې ډګر ته راوباسی او د عامو افغان مېرمنو په څیر به یې کوم کرایی کور کې له ځانګړو هوساینو پرته واوسئ، که همداسې به د غرب له دستګاه نه په پت او حیاء سمبالو مېرمنو ته د بې حیایی بلنه ورکوی.

له دې پرته مهمه پوښتنه دا را ولاړیږی، چې افغان مېرمنې ولې د طالبانو پر خلاف را پورته شی؟

که چیرې د هغوی د خوندیتوب خبره شی؛ نو تر جمهوریت زیات امارت مېرمنو ته د خوندیتوب احساس سپارلی، چې تائید یې ان د تیرې دورې ښځینه چارواکې هم کوی.

وړاندې خو ښځینه طبقه تر دې اندازې خوندی وه، چې په ډک بازار کې بې پته کېدلی شوې، په رڼا ورځ یې د عزت لوټلو بازار جوړ شوی و، د ګڼو مفسدو چارواکو بې لارې اولادونو به د شرابو په نشه کې د معصومو انجونو عزت لوټه او د مردارۍ یاد بازار ان تر هغو دولتی ادارو هم رسېدلی و، چې د غولېدلو عسکرو کورنیو به پوره باور پرې درلوده. په همدغو امنیتی ادارو کې د وژل شویو عسکرو له مېرمنو د حیاء په بدل کې د سودا غوښتنې وشوې، چې دغه خبره د وخت په تېرېدلو سره تر ډیره رسنیزه هم شوه؛ خو رسنۍ هم هغه ستون و، چې شاوخوا ۲۰ کاله یې د غلامو چارواکو او بادار اشغالګر په غوښتنه خپرونې وکړې.

او که خبره د کمزوری اقتصاد وی؛ نو ور یاده به کړم چې د جمهورېت د ټغر ټولېدلو تر وروستۍ ورځې پورې افغانستان کې له ۵۰ سلنه زیاتو خلکو د غربت تر کرښې لاندې ژوند تېروه او حق یې پاچا، مشاورینو، وزیرانو، معینانو، رئیسانو او حتی د ۸ بست مامورینو خوړلی و.

د تېرو ۲ لسیزو پر مهال مفسدې ادارې او چارواکو ونشو کړای چې له میلیاردونو ډالرو بهرنۍ مرستې سره، سره د بې وزلۍ ګراف راښکته کړی؛ نو ولې په ۴ میاشتو کې په نوې ادارې نیوکې وکړئ؟!!

شخصاً زه د نوی حکومت شفافیت او جدیت ته په کتلو سره هیله من یم چې ډېر ژر بې وزلی کمه او افغانان د یوې ښې ورځې خاوندان شی. دا خبره ځکه له دومره ډاډ سره کوم چې اوس هیڅوک بهرنۍ مرستې نه شی پټولی او که خدای مه کړه یو څوک دغه جرأت وکړی؛ نو باوری یم چې ځای به یې زندان وی! ځکه اوس د ولس له منځه را ټوکېدلی او د اشغالګرو ځپوونکی پر مونږ حاکمان شوی، چې د ملت له هرې ستونزې سره ځوریږی.

پاتې شوه د زده کړو او روغتیایی سیستم ستونزه. نو ولې سترګې پټې کړو؟!

نه مو لیدل چې په تېرو ۲ کلونو کې د کرونا وبا له امله تېر حکومت نه زده کړه ییز بهیر څومره فلج شو او د روغتیایی خدماتو کچه خو تاسې ته هم درمعلومه ده، چې تر ننه افغانان له یوې وړې ناروغۍ هم مړه کېدل! او که به چیرته کوم روغتیایی مرکز جوړ شو؛ نو د وخت په تېرېدلو سره به یې کومکونه او وسایل د چارواکو په کورونو کې موندل کېدل.

نو که پخوانی چارواکی یوازې د هغو مېرمنو د محکومیت خبره کوی، چې پوره دوه لسیزې یې بداخلاقۍ، فساد او فحش خپرولو ته لار هواروله، په ډالرو او پستو څوکیو روږدې وې، په عیش عشرت سمبال ژوند یې درلود او هرې یوې بهرنیو استخباراتی کړیو ته کار کاوه؛ نو دا سراسر غلطه، له تعصب ډکه او غیرعادلانه غوښتنه ده. ځکه افغانستان نیږدې ۴۰ میلیونه نفوس لری، چې نیمایی یې ښځینه دی. په دې شمېر کې به ټول یوه سلنه میرمنې هم د جمهوریت له خوږو او غوړو کڅوړو نه وې برخمنې شوې. پاتې ۹۹ سلنه تل په بې وزلی، کمزوری اقتصاد، ناسم چاپیریال او خراب ټولنیز حالت کې ژوند کړی.

د جمهوریت له چارواکو ښایی هغه میرمنې هېرې وی، چې په رڼا ورځ یې ډرون الوتکو تنکی اولادونه وژل او چې لمر به ډوبېده نو د میندو زړونه به هم د شپنیو چاپو له امله د ډوبېدو په لور وو.

له دوی ښایی هغه ښځې هېرې وی، چې ټول عمر یې خدایی اسرې ته په یوې چاردیوالۍ کې تر شنه اسمان لاندې تېر کړ او تر ننه یې د خونو چتونه سوری دی، چې لا یې د پټولو وس نه لری.

دوی به له هغو مظلمو کونډو مېرمنو هم بې خبره وی، چې کلونه، کلونه یې د سوال په پیسو او له پردیو تنورونو په پخې شوې ډوډۍ خپل ماشومان ساتلی.

ښایی هغه افغان انجونې به یې هم هیرې وی، چې ښوونځی یې بمبار شول او ان په ودونو کې هم الوتکو په نښه کړې.

یوازې پخوانی چارواکی نه دی، چې د اوسنی نظام پر ضد خلک بغاوت ته هڅوی، تېره میاشت مې په رسنیو کې د مشهورې فاحشې او د معصومو انجونو بې لارې کوونکې سندرغاړې (اریانا) یو خبر هم تر سترګو شو، چې  افغان مېرمنو ته یې په خطاب کې ویلی و: «تاسې هیلې مه بایلئ او حوصلې له لاسه مه ورکوئ، زه به بېرته راګرځم او په سندرو به انقلاب راولم.

نو اریانا در خبره کړئ، چې: که د ډمو په سندرو انقلاب راتللی؛ افغانسان به اوس ګل ګلزار وای! ځکه له تا وړاندې هم یوه انقلابی سندرماره راغلې وه، چې خپل وحشی عسکر به یې د بې ګناه خلکو وژلو ته داسې هڅول: «وه سربازه یاره! خیژه په مورچل باندې!»

نو که لنډه یې ووایم: پخوانی چارواکی او مضرې کړۍ یوازې د خپلو شخصی ګټو او دیموکرات فکر له مخې مسلمانو افغانانو ته د انقلاب را وستلو امر کوی. که دوی دومره تکړه وی؛ نو ولې له هېواده تښتېدل؟

آیا مونږ هېرولی شو، چې په څه یو بد وضعیت کې یې پرېښودلو او له خپلې هغه شعار هم واوښتل چې جنګ ته د پردیو زامنو لېږلو پر مهال به یې وایه: وطن یا کفن؟

محمدعلی عظمت

ممکن است شما دوست داشته باشید