روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ډبرو سکاره؛د افغانستان د ملی عوایدو مهمه سرچینه!

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) /   دویمه او اخری برخه

څه باید وشی؟

د ډبرو سکرو سکتور د لا غوړېدو او مؤثریت لپاره د لاندې ګامونو په ګډون یو شمېر اقداماتو ته اړتیا لیدل کېږی:

– که چېرې په افغانستان کې د ډبرو سکرو د کیندنې په معیاری کولو کار وشی، عصری ماشینری ورته راوړل شی، کانونو ته غځېدلی سړکونه په اساسی توګه ورغول شی او د کیندنې له پاره یې مسلکی ټیمونه وګمارل شی نو دا به د هېواد پر اقتصاد پام وړ اغېزې وښندی او دولت او ملت دواړو ته به یې ګټې زیاتې شی. تراوسه د ډبرو سکاره تر ډېره په غیرمسلکی او ناقانونه توګه استخراج شوی، چې له یوې خوا د کان کیندونکو تلفات هم زیات کړی او له بلې خوا یې ضایعات او نور زیانونه هم زیات دی.

– له نورو هېوادونو سره ترانزیټ او تجارت مستقیما د هېواد په امنیتی وضعیت پورې هم تړاو لری، چې له همدې کبله په دې وروستیو کې له نورو هېوادونو سره سوداګری او ترانزیټی سوداګری زیاته شوې ده. دغه وضعیت د یوه فرصت په توګه د ډبرو سکرو د صادراتو په برخه کې هم رول لری او افغان حکومت باید هڅه وکړی چې د افغانستان د ډبرو سکتور ته نړیوال بازارونه پیدا کړی. په اوسنی وخت کې د افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان ته صادرېږی. دغه هېواد د برېښنا د تولید دوو لویو فابریکو ساهیوال (پنجاب) او حب (بلوچستان) د اړتیا وړ سکاره له افغانستان څخه پېری چې په ورځنی ډول یې مقدار ۱۵ زره ټنه کیږی؛ خو په ټولیز ډول بیا پاکستان د خپلې اړتیا وړ ۷۰ سلنه سکاره له سویلی افریقا څخه واردوی چې په ډېره لوړه بیه ورته تمامېږی. همدا راز په نړۍ کې د ډبرو سکرو لومړۍ درجه مصرفوونکی هېواد چین زموږ ګاونډی دی. هند او چین په دې وروستیو کې د افغانستان د ډبرو سکرو رانیولو ته چمتووالی هم ښودلی. له دې کبله که د ډبرو سکرو د صادراتو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه وشی او د پاکستان ترڅنګ د نړیوالو بازارونو د موندلو هڅې وشی، نو له درکه به یې ملی عواید د تېر په پرتله لا زیات شی.

– افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا وړ شاوخوا ۷۸ سلنه برېښنا له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوی، چې له یوې خوا خورا زیات لګښتونه پرې راځی او له بلې خوا وخت ناوخت له تخنیکی عارضو سره هم مخ کېږی او له ګاونډیو هېوادونو څخه وارده شوې برېښنا پرې کېږی. که په هیواد کې دننه د ډبرو له سکرو څخه د برښنا تولید ته هم توجه وشی، نو په تدریج سره به د برېښنا په برخه کې پر ګاونډیو هېوادونو تکیه راکمه شی؛ ځکه له برښنا پرته صنعتی وده ناشونې ده او اوسمهال په هیواد کې د صنعتکارانو لپاره یوه له لویه ستونزه د برېښنا کمښت دی، چې له کبله یې یو زیات شمېر فابریکې تړل شوې دی او ان ځینې یې اړ شوی چې خپلې پانګې بهر ته ولېږدوی.

– د کانونو په سکتور کې که څه هم اوسمهال تر ډېره د اداری فساد مخه نیول شوې؛ خو د اداری فساد د مخنیوی لپاره بنسټیز کار ته اړتیا ده. د کانونو او پطرولیم وزارت باید د کانونو په قانون کې تعدیلات راوړی؛ ځکه د فساد د مخنیوی په اړه پکې څه نشته. همدا راز د هغو کانونو په اړه چې حکومت پخوا پریکړه کړې وه، چې جواز به یې ولایتی ریاستونه ورکوی، باید بېرته مرکزی شی، ترڅو ځایی زورواکو او مافیایی کړیو ته بیا زمینه برابره نه شی. د دې ترڅنګ د کانونو د قراردادونو د ورکړې سیستم باید رقابتی او پرانیستی وی، ترڅو هر څوک پوه شی، چې دوی د کومو لاملونو له کبله قرارداد ترلاسه کړی او د کومو له کبله یې قرارداد ترلاسه نه شو کړای. همدا راز ټول هغه قرارداونه چې د کانونو وزارت ورکړی وی، باید خپاره کړای شی.

وروستۍ او مهمه موضوع هم د هېواد په داخلی بازارونو کې د ډبرو سکرو د بیو لوړوالی دی. دا چې ژمی راروان دی، د عامو وګړو خراب اقتصادی وضعیت ته په کتلو سره دا غوښتنې هم شته دی چې حکومت یوه داسې طرحه عملی کړی چې په هېواد کې دننه د ډبرو سکرو بیې راټیټې شی ترڅو یې عام وګړو د رانیولو توان ولری. له دې کبله حکومت ته په کار ده، چې د کورنیو مصرفوونکو لپاره –هم د بې وزله وګړو لپاره او هم د فابریکو د مصرف لپاره– باید یو ډول سبسایډی یا مراعات موجود وی. د بېلګې په توګه، د محمد ظاهرشاه په وخت کې په سړو سیمو کې شاوخوا یونیم ټن د ډبرو سکاره د دولت کارکوونکو لکه ښوونکو او اجیرو کارمندانو ته په کم نرخ ورکول کېدل. د داسې یوې طرحې عملی کول او په داخلی کچه د دولت له لوری په کم نرخ د ډبرو سکرو د پلور مدیریت به لا زیاتو خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړی. له دې پرته د صادراتو لپاره د نړیوالو بیو په پام کې نیولو سره په مناسبه بیه نورو هېوادونو ته صادر شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید