روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د چاپیریال پاک ساتل د ټولو ګډ مسؤلیت دی!

شاه محمود درویش

قدرمن هیوادوال په هراړخیزه توګه د ګران هیواد په پاکی ، صفایی او دیو خوندی چاپیریال په رامنځته کولو کې د ایمانی او وجدانی پلوه ستر مسوولیت لری او باید دغه مسوولیت په ښه ډول سرته ورسوی ترهغه چې له امله یې د ژوندانه چاپیریال موله هره پلوه خوندی شی، ځکه پاکی او صفایی په حقیقت کې د انسانانو روغتیا خوندی کوی او ناولی چاپیریال بیا دهغه دښمن په څیر دی چې  د هر انسان روغتیا او هوساینه تل له ګواښ سره مخامخ کوی،  ، بنا  لکه څنګه چې وایی ښار د ټولو ګد کوردی نو په پاکې او صفایی کې یې هم ټول سره ګد مسوولیت او رسالت لری، پردې اساس په ټولیزه توګه قدرمنو هیوادوالوته ښایی چې د خپلو کورونو اضافی توکی او کثافات په هغو ځایونو کې چې د ښاروالۍ  لخوا ټاکل شویدی ، واچوی ، چې بیا دښاروالۍ موظف کسان و توانیږی هغه ټاکلو ځایونو ته ولیږدوی، له شک پرته هغه لویه ستونزه چې دمګړۍ ناولو اضافی توکو او کثافاتو را پیدا کړې هغه د میکروبونو ډیروالی او پراختیا ده باید ددغه شته ستونزو د حل په برخه کې پتمن هیوادوال له اړوندو مراجعو سره هراړخیزه همکاری وکړی، پردې اساس لکه څنګه چې مخکې وویل شول چې ښار د ټولو قدرمنو ښاریانو ګډ کور دی ، نو واقعاً د ګد کور په پاکی او صفایی کې هم ټول هیوادوال سره ګد مسوولیت لری ، ځکه که چیرې  ښار مو ناولی وی نوبې له شکه  چې د ناولتیاوو دشتون له امله سره له دې چې د ژوند چاپیریال مو ناولی کیږی ، نو د ټول ښار فضا ، اوبه او هوا هم ککړه او ناولې کیږی ، نوکله چې د ښار فضا ناولې او ککړه وی نو په ټولیزه توګه قدرمن ښاریان همدا ناولې هوا تنفس کوی چې په ښکاره توګه په ډول ډول ناروغیو د خلکو د اخته کیدو سبب کیږی ، پردې بنسټ دا دټولو هیوادوالو مسوولیت او رسالت دی چې لومړی له کورڅخه نیولی بیا دټول ښار په پاکی او صفایی کې خپل هیڅ راز هلې ځلې او بې دریغه کوښښونه ونه سپموی  اوتل د خپل د اوسیدو چاپیریال  او هم د ټول ښار په پاکی او صفایی کې ژمن ، بیدار او هڅانده و اوسی ترڅو په دې توګه د ژوندانه چاپیریال مو تل پاک او ښار مو هم ښکلی وی ، دغه راز لومړنی څیز چې د سړی شخصیت خلکوته څرګندوی هغه پاکی او نظافت دی ، ځکه کوم شخص چې د پاکو جامو ، ښکلې او منظمې څیرې سره واوسی نو مخکې له دې چې د هغې علم او کمال مونږ ته را څرګند شی هغه مونږ ته د ښه  شخصیت لرونکی ښکاری مګر هغه څوک چې د ډیرو کمالاتو لرونکی وی خو دې خپل پاکی اونظافت ته سمه پاملرنه نه وی کړې ، نو هغه څوک چې د نوموړی شخص له علم او پوهې څخه با خبره دی نو داشخص داسې انګیری چې پاکی او نظافت ته چندان پاملرنه نه کوی ، نوهغه څوک چې ددې په علم او پوهې نه وی خبر نو داشخص ته به هم د یو ډیر حقیراو فقیر سړی  په توګه ګوری ،  نوکه چیرې یوشخص د ښه علم ، پوهې او کمال خاوند وی له دې سره سره بیا هم خپله پوهه اوکمال  د خیرنو او ناپاکو جامو ترشا ساتی او دخپل ژوند چاپیریال ته ارزښت نه ورکوی او دقدر په سترګوورته نه ګوری  نو نه یواځې داچې خپل ځان دټولنې او خلکو په وړاندې ډیر حقیر ښودی ، بلکې د خپل علم او پوهې پایله هم له پوښتنې سره مخامخ کوی  نوکه چیرې غواړئ چې د نظافت او ناولتیا ترمنځ عملاً توپیر پیداکړئ ډیره آسانه ده مثلاً له خپلې دندې څخه د فارغیدو په صورت کې چمنونو ، باغونو  او نورو ښه ځایونو ته د چکر او میلو لپاره ورشئ ، نو دهغه  ګلونو او شنو چمنونو څخه چې په باغونو کې دی بې له شکه چې په لیدلو یې بیساری خوند ترې اخلئ ، خوبرعکس له ناولو ځایونو څخه نفرت وکړئ او له هغه ځای څخه ځان وباسئ ، سربیره پردې چې د جامو ، بدن ، کور او د اوسیدو چاپیریال پاکی او نظافت د لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږی  دا دهر فرد او بشریت ضرورت هم دی  نو ډیره اړتیا لری چې له هغې څخه ساتنه وکړی  او تل یې رعایت هم کړی ، البته زمونږ  د دینی او اسلامی دندو ، دنیوی او اخروی ګټو څخه یوه هم همدا د پاکی او صفایی رعایت کول دی او داسلام مقدس دین په دې سبب نظافت ته ډیر ارزښت ورکوی  چې د انسان روغتیا او په زرګونو نورې ګټې په هغې کې نغښتی دی ، پاک خدای (ج) د قرآن عظیم الشان په یو مبارک آیت شریف کې فرمایلی دی ژباړه : « غواړئ چې خدای پیل کړی پرتاسو مشقت مګر غواړئ چې پاک کړی تاسو  اوختم کړی نعمت خپل پرتاسو ترڅو چې شکر وکړئ » یعنې حکمت د فرضیت د اوداسه هم همدا نظافت دی چې مسلمان شخص باید پاک ستره او نظیف وی او په بل آیت شریف کې فرمایی : « هره شیبه خوښوی خدای (ج) توبه کوونکی او خوښوی هغه کسان چې په پاکی او نظافت کې کوښښ کوی » دغه راز داسلام د ستر پیغمبر (ص)  په حدیث شریف کې هم راغلی دی چی « نظافت جز د ایمان دی » هغه څوک چې د خپل بدن او جامو په پاکی او صفایی کې کوښښ نه کوی  د مسلمانی له اخلاقو څخه پوره برخمن شوی نه دی ، علماوو ویلی دی : په بدن کې ډیر کوچنی سوری دی چې د خیرې او خولې پراساس بندیږی او دبدن بخار بهرته نه پریږدی چې ووځی نوپه دې سبب انسان ناروغه کیږی هغه څوک چې خپل بدن او جامې پاکې وساتی نودې ، د دا ډول ناروغیو او امراضو څخه ژغورل کیږی او داسلام په مقدس دین کې پاکی او نظافت کله فرض ، کله واجب  او کله سنت او دتل لپاره مستحب دی او د شخصی روغتیا پالنې په رعایت سره کولی شو خپل و جود له بې شمیره امراضو او میکروبونو وقایه کړو .

– د خولې او غاښونو روغتیا پالنه : میده شوی غذایی مواد چې د غاښونو په منځ کې پاتې کیږی د لږ وخت وروسته فاسد کیږی او په خولې کې د میکروبونو د راټولیدو ، د خولې د بدبویې ،د وریګانو او غاښونو د خرابیدو سبب کیږی ، پردې اساس د هروخت غذا خوړلو څخه وروسته خوله باید پاکه پریمینځل شی ، مسواک وهل سنت دی نوباید د هر وخت غذا خوړلو څخه وروسته حداقل دوه ځله په (۲۴) ساعتونو کې باید په غاښونو کې برس یا مسواک ووهل شی .

– دبدن روغتیا پالنه : د انسان بدن په ځانګړی توګه د ماشومانو پریمینځل په منظم ډول  په ګرمه هوا کې هره ورځ او دسړې هوا په موسم کې حد اقل په اوونۍ کې دوه ځلی اړتیالری بغیر ددې هغه واړه سوری د پوستکی د خیرې او خولې پراساس بندیږی او په دی توګه پوستکی خپل ښه والی او تازه والی له لاسه ورکوی نوپه دې توګه دبدن بوی شاوخوا خلک ناراحته کوی .

په دې هیله چې په ټولیزه توګه قدرمن هیوادوال  دخپل  د اوسیدو چاپیریال تل پاک وساتی او خپل روغتیا پالنې ته هم ډیره پاملرنه وکړی ترهغه چې تل د بشپړې روغتیا په لرلو له هوسا ژوند څخه برخمن او د اوږدمهاله خوښیو لرونکی شی .

ممکن است شما دوست داشته باشید