روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د چارواکو ادلون- بدلون او ځینې مثبت اومنفی اړخونه یې:

واقعیت خو دادی چې د هرې وړې او غټې ټولنیزې چارې ذمه وارې یو د روند امانت دی. خو دا امانت کله د چاپر اوږو جبراً وراچول کیږی او کله یې څوک خپله غوښتونکی وی. د اسلام د سپېڅلو لارښوونو له مخې ترڅو چې یو کس تر نورو ښه وړتیا و نه لری، خپله د یاد مکلفیت غوښتل ورته ښه نه دی، خو کله چې څوک یې پرغاړه واخلی، بیا نو لازمه ده چې په خوراښه توګه یې تر سره کړی. د دغسې ذمه وارانو د کارو ارزونه بیا په عادی حالاتو کې د یوې ټولنې د عمومی مشر یا امیر پر غاړه ده، څوک چې اصلاً د مسلمانانو د جماعت استازیتوب کوی. البته د عمومی ذمه وار یا امیر نصب وعزل بیا د حل و عقد شوری مکلفیت دی. په هر صورت شرعی او معقوله خو داده چې تر څو یو مسؤل خپل مکلفیت کې قصداً یا عذراً پاتې نه وی راغلی، ګوښه کول یې ښه نه دی. بیا هم کېدی شی یو امیر د څه نورو مصالحو لپاره خپلو ترلاس لاندې چارواکو کې څه ادلون بدلون راولی. مثلاً په دې موخه چې یو شمېر مخلص اشخاص د نظام مختلفو مجالاتو سره اشنا کړی څو د اړتیا پر وخت د ورپېښو نیمګړیتاوو مخه ونیولی شی. یا ددې لپاره چې اړوندو چارواکوته یو درس او یادښت ورکړی شی څو د ځنډ له امله یاده څو کۍ خپل ځانی حق ونه بولی او ظلم و خپلسری ترې و نه شی. همدارنګه د مسؤلینو د بدلون او ګوښه کولو په ترڅ کې د هغوی د اطاعت کچه هم ډېره ښه جوتیږی. هغه څه چې د هر نظام لپاره ترټولو زیات مهم شرط دی. ځکه د همدې اطاعت په شتون سره د ګډوډیو مخه نیول کیږی او ګردې چارې له یوه مرکزه اداره کیږی. سر بېره پر دې ځینو عایداتی ادارو کې د چارواکو د ادلون بدلون یوه ګټه داهم ده چې هلته د اختلاس او درغلیو کړۍ سره شلیږی او د شفافیت لپاره لار هواریږی. دغه شان نړیوالوته هم ورښوول کیږی چې موږ دومره سره متحد او یو موټی یو چې هر یو مو هم وزارت او ریاست کولی شی او هم عکسری او مأموریت. په دې توګه د مسؤلینو عزل ونصب کې یقیناً که څو مثبت ټکی شته نو ښایی چې ځینی منفی هم پکې وی لکه دا چې غالباً د اړوندو ادارو چارې به د څه مودې لپاره ځنډنۍ او ټکنۍ شی، ځکه د یوه رخصتی او دبل راتګ او کارته چمتو کېدل ښایی څو ورځې وخت وغواړی. یا کېدی شی کله کله یو نوی چارواکی خپله اداره کې ځینې زاړه مامورین له کاره ګوښه او پر ځای یې خپل نږدې ملګری راولی چې دا ډول چلندونه د کارونو عادی چلښت لا ډېر ټکنی کوی. په دې اساس ښه به داوی چې د لویانو چارواکو له بدلون سره هغوی ته دا سپارښتنه هم وشی چې له حکم سره سم دې ولاړیږی، بل دې پرته له تشریفاتو ژرترژره د هغه ځای نیسی، خپلو مأمورینو سره دې ځان بلدوی او د نورو د عزل هڅه دې نه کوی. مطلب دا چې که د چارواکو په تبدیلۍ کې مشرانو پورتنی یاد مصالح په نظر کې نیولی وی، نوښه ده خو دغه منفی یې هم باید له پامه ونه غورځول شی، تلل او راتلل دې یې ساده او مربوط فعالیتونه دې له ټکنی کېدو په کلکه وژغورل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید