روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ځوان قشر د پام وړ!

لیکنه: فرید احمد (مبارز)

د اسلامی نړۍ په غیږ کې داسی مبارزو ځوانانو او مفکرینو ژوند کړی دی، چی تل یې اسلامی اُمت ته د سالم فکر او روڼ سیاست درس ورکړی دی، او د غرب د فاسدو افکار او مزخرفو سیاستونو څخه یې د لیری کولو کوښښ کړی دی، په منځنی ختیځ د هند په نیمه وچه او د شمالی افریقا په اسلامی هیوادونو کی سلګونه داسی اسلامی مفکرین تیر شوی دی، چی د اسلامی فکر، سیاست او فرهنګ د ټینګښت او ترویج دپاره یې زرګونه ټوکه کتابونه د قلمونو تر څوکو وتلی دی.

ښه بیلګه یې ابن جوزی (رحمه الله علیه) دی، د له دوه زره (۲۰۰۰) څخه زیات کتابونه لیکلی دی، چی موږ او تاسو یې شاید ټول عمر کی مطالعه نه کړو، هر کتاب یې د علمی، ادبی او برهانی اړخه دومره عالی دی، چی سړۍ بیخی ګوته په غاښ ورته پاته کیږی.

د اسلامی مفکرینو هغه ټول افکار چی دوی په خپلو کتابو کی لیکلی دی، په اجراء کولو سره یې د اسلامی اُمت د برم او عزت اعاده لازمی ده، هره لیکنه یې سړی ته د غرب په وړاندې د مبارزې روحیه وربخښی او د حقیقی استقلال مینه یې په زړه کی ور پیدا کوی، همدا لامل دی چی په هغو ټولو هیوادونو کی چی د غرب تر تاثیر لاندی دی، د اسلامی مفکرینو د ځینو کتابونو پیر او پلور باندی سخته پابندی لګول شوې ده، نشر او اشاعت یې سخت ممنوع دی، مګر متأسفانه د اسلامی اُمت ځوان قشر هم د داسی کتابونو څخه لیری دی، چی ځانونه په ټولنه کی د علم او پوهی خاوندان هم ګڼی او همدارنګه هغه قشر چی د اسلامی اُمت معنوی رهبری ور په غاړه ده، هیڅ د غرب د راتلونکی سیلاب څخه خبر نه دی، بالکل داسی سړی ته معلومه شی، لکه دوی چی په شعوری توګه دا کار کوی او د غرب د لوری په دې کار مأمور شوی وی، که د خپل دښمن په لور هم نظر واړه وو، نو غربیان او د غربیانو پلویان هره ورځ په اسلامی نړۍ کی د غربی فکر د ترویج دپاره زرګونه کتابونه د مسلمانانو په ژبو لیکی، نور ډیر کتابونه یې د انګلیسی، فرانسوی، المانی، او نورو غربی ژبو څخه اسلامی ژبو ته ژباړلی او د غربی فکر د نشر او اشاعت دپاره دومره کوښښ کوی، چی موږ د خپل اسلامی فکر په نشر او اشاعت کی یې دومره کوښښ نه دی کړی.

د یوم الحساب په ورځ به ددې ځوانی، وخت، علم، مال او شتمنی حساب به ورکوو، چی دا پورته موارد دی په څه کی وکارول؟ ته ځوانه د ځان سره فکر وکړه دا پورته موارد دی د الله سبحانه وتعالی په لاره کی کارولی دی او کنه؟ نور باید د فیل د غوږه څخه را بیدار شو، بل څوک نسته، چی زموږ غم وخوری، خپل غم باید خپله وخورو، په چا کی چی د مستقل کتاب استعداد وی، هغه باید مستقل کتاب ولیکی، په چا کی چی د ژباړی استعداد وی، هغه باید د عربی، فارسی، اردو او انګلیسی او داسی نورو ژبو څخه د اسلامی فکر کتابونه پښتو ته او د پښتو څخه نورو ژبوته وژباړی او په چا کی چی د یوې لیکنی استعداد وی، هغه باید لیکنه وکړی، او که څوک دا یو هم نه سی کولای، نو هغه څوک چی دا لاره تعقیبوی، باید تشویق یې کړو، ملاتړ یې
وکړو.

اسلامی فکر د سپما شی نه دی، بلکی د نشر او اشاعت شی دی، ضرور دی چی بشپړ نشر او اشاعت یې وسی، او دا د اسلامی اُمت مسؤلیت دی، بلکی په اوسنی دور کی اهم مسؤلیت دی، ځکه چی مسلمان اُمت نن ورځ په بد حالت کی قرار لری، په دې مسؤلیت کی ځوانان باید زیاته ونډه واخلی، ځکه ځوانان قوت لری او هر ډول مشکلاتو ته په دې لاره کی اوږه ورکولای شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید