روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ځمکو د وېش په اړه د عالیقدر امیر المؤمنین فرمان پلی کېږی

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د تخار ولایت د خواجه بهاء الدین ولسوالۍ اوسېدونکوته د (١۵٠) جریبه ځمکې د وېش په اړه د امیر المومنین د شپږمې ګڼې فرمان د پلی کېدو په موخه پرون غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی مرستیال مولوی عبدالرحمن راشد په مشرۍ د کرنې، کورنیو چارو، ښارجوړونې وزارت او د ښاروالۍ د عمومی ریاست استازو ګډون درلود، چې په کې د یاد فرمان د پلی کېدو د څرنګوالی په اړه خبرې وشوې.

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکی مرستیال ټینګار وکړ، چې د هرڅه له مخه دې  د یاد فرمان د پلی کېدو پلان په دقیق ډول ترتیب او د مهاجر سیمې اوسېدونکو ته دې  د نمرو د وېش په اړه عملی کار پیل شی.

هغه همدارنګه وویل، چې د مهاجرینو چارو وزارت د یو شمېر ادارو سره په ګډه هڅه کوی، چې  د راستنېدونکو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو د سرپناه او بشری مرستو په برخه کې شته ستونزې حل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید