روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پکتیکا او کونړ په عوایدو کې پام وړ زیاتوالی راغلی

د پکتیکا د مستوفیت مسوولین وایی چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې ۵۴۲ میلیونه عواید د بېلابېلو ادارو له لارې راټول کړی او د دولت حساب ته یې جمع کړی.

په داسی حال کې چې تېر دولت په اتو میاشتو کې ۲۲۵ میلیونه عواید لرل.

د پکتیکا مستوفی مولوی عبدالوهاب عمری وایی چې د مالیاتو ورکړه دې ملی دود شی ځکه مالیه د خپل هېواد اقتصادی چارو پیاوړتیا او د هېواد پر ځان بساینې لپاره خورا ګټوره ده.

د یو بل خبر له مخې د کونړمستوفیت سږ کال ۱۶۷میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړی چې ۶۷میلونه یې په تیرو پنځه میاشتو کې راټول شوی دی.

په کونړکې دعوایدو مالیاتی اونۍ لمانځنې په ترڅ کې مسولینو ولس ته ډاډ ورکړ چې عواید یې پرته له درغلۍ او فساد، د دولت خزانی ته تحویل شوی دی.

دکونړمستوفی محمد رحیم ندیم وویل چې سږکال یې ۱۶۷میلونه عواید ددولت خزانی ته تحویل کړی چې ۶۷میلونه یې په تیرو ۵ میاشتو کې راټول شوی دی، ندیم وویل خوښ دی چې سږکال دهیواد بودیجه له نړیوالې مرستې پرته دخپلو داخلی عوایدو پرمټ چمتو شوې ده.

دکونړمرستیال والی مولوی عبدالله حقانی په عوایدو کې دفساد او درغلۍ اوازې رد کړې، هغه د مالیاتی ادارو څخه دمننې په ترڅ کې وویل، دعواید د راټولیدو پرمهال ورته هیڅ ډول فریب او فساد د منلو وړ نه دی.

د کونړد خزاینو امرحبیب الرحمن رحمانی وویل دغه عواید یې له تجارتی شرکتونو، هټیو، کسبګرو او اړونده دولتی ادارو له خدماتو ترلاسه کړی دی.

هغه زیاته کړه، همدغه عواید دی چې د مامورینو د معاشونو ترڅنګ عام المنفعه خدماتو د ترسره کیدو په چارو لګول کیږی.

هغه له تجارانو او کسبګرو وغوښتل چې خپلې مالې او ټکسونه په خپل وخت د دولت خزانې ته حواله کړی.

د مالیاتی اونۍ د لمانځنې په ویاړ ناسته کې د بیلابیلو تجارتی ادارو استازو خپلې ستونزې واورولې چې ورته د مسولینو له خوا د حل ډاډ ورکړل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید