روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پولیو واکسین د ارزښت په اړه دوه ورځینی ورکشاپ جوړ شو

کندز کې د یونیسف یا ملګرو ملتونو ماشومانو څخه د ملاتړ سازمان دفتر له لوری د یک‌شنبې په ورځ د پولیو واکسین د ارزښت په اړه دوه ورځینی ورکشاپ د کندوز په هوټل کې  افتتاحیه غونډه وشوه.

غونډه کې د کندز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع الله روحانی سربیره د هغه دفتر یوشمیر استازو او دینی عالمانو برخه لرله.

ویناوالو د ټولو واکسینونو په تیره بیا د پولیو یا ګوزڼ واکسین په اهمیت خبرې وکړی او د اسلام د مبارک دین له اړخه یې ماشومانو ته د واکسین تطبیقولو په اړه توضیحات ورکړل.

یاد ورکشاپ دوه ورځې دوام لری او د واکسین په  برخه کې به هراړخیز معلومات ګډونوالو ته د یونیسیف استازو له لوری ورکړل شی.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو ویروس درې مثبتې پیښې د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې ثبت شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید