روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پنجشیر دوه روغتیایی مرکزونه  په درملو او طبی تجهیزاتو سمبال شول

باختر آژانس: د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست د عنابی ولسوالۍ د پراج او د رخې ولسوالۍ د پیاوشت د روغتیایی مرکزونو د اړتیا وړ درملو د اکمالولو خبر ورکړ.

د پنجشیر د عامی روغتیا رئیس ډاکتراسدالله نجات وایی، چې دغه درمل او تجهیزات یې په یو نظارتی پروګرام کې پرون دغو ولسوالیو ته یووړل او روغتیایی مسوولینو ته یی وسپارل.

نوموړی زیاته کړه په دې نظارتی بهیر کې د دغو روغتیایی مرکزونو ټولې برخې وکتلې او روغتیایی کار کوونکی یې خلکو ته د ښو روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.

د پنجشیر دعامې روغتیا رئیس د نورو روغتیایی مرکزونو له مسوولینو او کارکوونکو غوښتی، چې له توپیر پرته ټولو ته یو شان روغتیایی خدمتونه وړاندې کړی.

د یو بل خبر له مخې په پنجشیر کې  یو فرعی روغتیایی مرکز پرانېستل شو.

دغه روغتیایی مرکز د ناروې د سرې میاشتې په مالی ملاتړ د افغانی سرې میاشتې د نمایندهګۍ له خوا د شتل ولسوالۍ د کورابه په کلی کې جوړ شوى دى.

د پنجشیر د افغانی سری میاشتې د نمایندګۍ مسوول عبدالرحمن کلانتری وویل، چې دغه روغتیایی مرکز چې په ټولو طبی وسایلو او مجربو کارکوونکو سمبال دى  د افغانستان د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیایی نورم له مخې به په دې ولسوالۍ کې  اړو خلکو ته روغتیایی خدمتونه وړاندې  کړی.

د دغه روغتیایی کلینیک له جوړولومخکې د کورابه د کلیو او د شاوخوا سیمو اوسیدونکی د ناروغانو د درملنې له پلوه له ستونزو سره مخ و.

ممکن است شما دوست داشته باشید