روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پاکستان ولسمشر:د تفاهم له لارې تر وخته مخکې ټاکنې ښه خبره ده

د پاکستان لومړی وزیر ډاکټر عارف علوی ویلی چې د تر وخت مخکې ټاکنو کېدل د پاکستان په خیر دی. علوی په لاهور کې د خبریالانو یوې غونډې ته ویلی چې د تفاهم او ګډ پوهاوی له لارې د ټاکنو په کېدو کې څه ستونزه نشته. ولسمشر دغه راز د پوځ لپاره د نوی مشر د ټاکلو په موخه پر پیل شویو سلا مشورو هم غبرګون ښودلی دی. هغه ویلی چې که څه هم د پوځ د مشر د ټاکلو لپاره سلا مشورې قانونی بنسټ نه لری خو ټینګار یې کړی چې که په دې اړه سلا مشورې هم وشی ستونزه نه لری. تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف خبر ورکړی و چې د پوځ د نوی مشر د ټاکل کېدو لپاه سلا مشورې پیل شوې خو د تحریک انصاف مشر عمران خان تور پورې کړی چې د پوځ مشری د پاکستان د ملی امنیت مهمه څوکۍ ده چې په وینا یې اوس یې مسوول له هېواده بهر په لندن کې ټاکل کیږی. په ورته مهال تحریک انصاف ګوند د تر وخت مخکې ټاکنو غوښتنه کوی خو د مسلم لیګ نون په مشرۍ حکومت یې غوښتنه نه منی. عمران خان پر حکومت د خپلې غوښتنې د منلو لپاره پراخ لاریونونه پیل کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید