روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د پاکستان ملی امنیت سلاکار د ریاست الوزراء مرستیال سره په کتنه کې:موږ د پاکستان په ګدون د سیمې له تولو هیوادو سره متقابل حسنه روابط غواړو

د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزراء مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفی پرون ماسپښین د پاکستان اسلامی جمهوریت د ملی امنیت سلاکار معید یوسف او مل پلاوی سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د سوداګرۍ او پانګونې او صنایعو خونو مسولینو هم حضور درلود، دواړو لوریو په بېلابېلو په ځانګړی ډول د سوداګرۍ او ترانزیټ او سیمه ییزو سترو پروژو د تطبیق په برخو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.

محترم مولوی عبدالسلام حنفی یاد پلاوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډی او ورونه هیوادونه دی چې تاریخی، دینی او د ورورۍ مناسبات لری، هیله لرم دغه تعلقات تل لپاره د دوستۍ او ورورۍ په فضا کې دوام ولری.

نوموړی له افغان کډوالو سره د بشری مرستو رسولو او د پاکستان د مېزبانۍ مننه وکړه وې ویل، موږ د پاکستان په ګډون د سیمې له ټولو هیوادونو سره د متقابل درناوی پر بنسټ نېک او حسنه روابط غواړو چې پکې سوداګریز او ترانزیټی مناسبات ورځ تر بلې پراختیا ومومی.

د ریاست الوزراء مرستیال د سترو سیمه ییزو پروژو په ځانګړی ډول د ټاپې، ټاپ، کاسا زر او اوسپنې پټلۍ پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ وې ویل، د اسلامی امارت پالیسی واضح ده او هیچا ته د دې اجازه نه ورکوی چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نورو هیوادونو پر ضد وکارول شی، موږ هم په دې اړه د ورته عمل غوښتونکی یوو.

محترم مولوی عبدالسلام حنفی له پاکستانی سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ، کانونو او کرنې په برخو کې پانګونه وکړی.

د پاکستان د ملی امنیت سلاکار معید یوسف په خپلو خبرو کې وویل، پاکستان د افغانستان د خلکو تر څنګ دی او په دې برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړی. نوموړی زیاته کړه، د اقتصادی روابطو له تعمیق پرته سوله او ثبات نه راځی او زموږ لپاره د سوداګریزو او ترانزیټی روابطو پراختیا مهمه ده.

معید یوسف وویل، د پاکستان اسلامی جمهوریت د سترو سیمه ییزو پروژو تطبیق ته کاملاً ژمن دی او باید د دواړو هیوادونو د خصوصی سکتور پلاوی ایجاد او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغتیا، پوهنې، سوداګرۍ، کانونو او معلوماتی ټکنالوژۍ په برخو کې د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړی.

په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست او همداراز د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی په تورخم او سپین بولدګ دروازو کې افغان مساپرو، ناروغانو او سوداګرو ته د سوداګریزو او ترانزیټی اړیکو د ښه والی په موخه د لازیاتو اسانتیاو پر برابرولو هم بحث او خبرې وکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید