روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ټولګټو چارو وزیر د یو شمېر ساختمانی او سوداګریزو شرکتونو له مسوولینو سره په کتنه کې: د ساختمانی، لوژستیکی او سوداګریزو شرکتونو ستونزې او خنډونه به ژر حل شی

شریعت: د ټولګټو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمری د هیواد د ۳۴ ولایتونو له ګڼ شمېر ساختمانی، لوژستیکی او سوداګریزو شرکتونو له مسئولینو سره وکتل.

د ټولګټو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمری کندهار کی د هیواد د ۳۴ ولایتونو له ګڼ شمېر ساختمانی، لوژستیکی او سوداګریزو شرکتونو له مسؤولینو سره وکتل، چی پرمهال یې ټولګټو چارو وزارت کی د پروژو د تنظیم عمومی رئیس انجنیر علی مرجان، ټولګټو چارو وزارت کی د سروې او ډزاین عمومی رئیس انجنیر نعیمی، ټولګټو چارو وزارت کی د طرازو ګانو چارو سمون عمومی رئیس مولوی اغاجان، د کندهار د ټولګټو چارو رئیس ملا نعمت‌الله سراجی او کندهار کی د عمومی شرکتونو مسئول حاجی سیف‌الدین او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

د یادو شرکتونو عمومی مشری چی حاجی احمد فرید تاتار کوله د ټولو په استازیتوب یې لومړی خبری وکړې او د ټولګټو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمری څخه یې ځانګړې مننه وکړه، چی ورسره لیدنه کوی او په خپلو خبرو کی یې د خپلو ساختمانی، لوژستیکی او سوداګریزو شرکتونو په اړه بشپړ معلومات ورسره شریک کړل او ددې ترڅنګ یې وویل، په بانکونو کی د دوی په میلیونونه پیسې د تضمین په توګه بندی پاته دی، چی د هیواد د ټولو ساختمانی، لوژستیکی او سوداګریزو شرکتونو کارونه یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی، چی په دې برخه کی یې د ټولګټو چارو له وزیر څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.

وروسته د ټولګټو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمری لومړی د یادو ټولو شرکتونو له مسئولینو څخه ځانګړې مننه وکړه، چی په هیواد دننه یې د هیواد د پرمختګ لپاره پانګه اچونه کړې.

الحاج ملاعبدالمنان عمری وویل، د اقتصادی کمېسیون په تېره غونډه کی چی د یاد کمېسیون مشری الحاج ملا برادر آخند کوی، یو پلاوی وټاکل شو، چی پکښی د ټولګټو چارو وزیر، د مالیې وزیر، د اقتصاد وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د بانکونو عمومی رئیس شامل دی، چی یاد پلاوی ته دنده ورکړل شوې، ترڅو د هیواد د ټولو ساختمانی، لوژستیکی او سوداګریزو شرکتونو ټولو ستونزو ته د حل لاره پیداکړی.

د ټولګټو چارو وزیر د خپلو خبرو په وروستیو کی د ټولو شرکتونو مسئولینو ته ډاډ وړاندی کړ، چی ټاکل شوی پلاوی به ډېر ژر د دوی ټولی ستونزی حل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید