روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هېواد د ورزشکارانو ټولنې له جمهوریت نظام او امنیتی او دفاعی ځواکونو نه خپل قاطع ملاتړ اعلان کړ

سلګونو ورزشکارانو او د ورزشی فدراسیونونو استازیو د هېواد د ورزشی ټولنې په استازیتوب، د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې غونډې پر مهال، د الله اکبر نعرې په ویلو سره، له جمهوریت نظام او امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه، د خپل ملاتړ پر دوام ژمنه وکړه.
د سپورټ ماسټر او د پنځه ګونی فدراسیون رییس، خوشحال سروری، وویل چې د هېواد ورزشی ټولنه تر خپلې وروستۍ سلګۍ پورې د جمهوریت له نظام او امنیتی ځواکونو څخه، چې همدا اوس د نظام او خلکو دښمنانو سره د مقابلې په ګرمو مورچلونو کې دی، ملاتړ کوی.
دغه راز د جمهوررییس ستر سلاکار او د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې لوی رییس وحید عمر، په دې ناسته کې دې شعار ته په ټینګار چې ” زمونږ تنوع، زمونږ قوت دی” زیاته کړه: طالبانو د الله اکبر نعرې چې په دې غونډه کې د ورزشکارانو له حنجرې د یوه غږ په ډول اوچتې شوې، په کویټه، پنډۍ او دوحه کې واورېدې او باوری شول چې نور د افغانستان ټولنه مخکې ۲۵ کلونو ته وړل ناشونی دی
ښاغلی عمر وویل، اوس دا ټولو درک کړې ده چې دغه ټولنه په خطر کې ده او د دې خطر مخنیوی زمونږ ټولو ګډ مسوولیت دی او ورزشکارانو په خپلې دې غونډه کې د وحدت او یووالی دا پیغام طالبانو ته ورساوه.
د جمهوررییس ستر سلاکار او د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې لوی رییس، په یاده ناسته کې یو ځل بیا له رسنیو غوښتنه وکړه، چې طالبانو، د طالبانو پلویانو او هغو کسانو ته چې تاوتریخوالی او تروریزم توجیه کوی، د دوی له تریبون نه د ګټې اخیستلو اجازه ور نه کړی.
د هېواد د ورزشی ټولنې غونډه، د ورزشی فدراسیونونو لخوا د بېلابیلو نمایشونو په وړاندې کولو سره، پایته ورسېده.

ممکن است شما دوست داشته باشید