روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هوا د ککړتیا عاملینو سره قانونی چلند کیږی

د چاپېریال ساتنې ملی ادارې خپلې چارې یو ځل بیا د وروستیو تحولاتو له کبله د څو میاشتنی ځند وروسته پیل کړې. د ا.ا.ا د رهبرۍ لخوا دې ادارې ته نوی عمومی سرپرست رئیس معرفی او په کار یې پیل وکړ. له دې وروسته به د چاپېریال ساتنې ملی ادارې چارې د پخوا په څیر د افغانستان ا.ا. له پالیسۍ سره سم پر مخ وړل کیږی.

څرنګه چې لیدل کیږی د هوا ککړتیا هر کال د ژمی په موسم کې خورا لوړې کچې ته رسیږی او د ټولو ښاریانو په روغتیا مستقیمې اغیزې لری او د دې مخنیوی زموږ ټولو ګډ مسولیت دی.

د چاپېریال ساتنې ملی اداره له ټولو دولتی ادارو او وزارتونو، د خصوصی سکتور تاسیساتو، لوړپوړیزه ودانیو، کورونیو او نورو ککړونوکو منابعو له مالکانو څخه په کلکه غوښتنه کوی ترڅو د هوا د ککړتیا د راکمولو او مخنیوی په موخه لازم تدابیر ونیسی.

د دې اعلامیې د نشر څخه وروسته به د دې ادارې د نظارت او تفتیش مسوولین د کابل ښاروالۍ او اړونده ادارو سره په ګډه د هوا د ککړتیا د منابعو څخه څارنه کوی او له سرغړونکو سره به قانونی چلند کیږی.

په پای کې بیا هم له ټولو درنو هیوادوالو، ښاریانو، علمای کرامو، مسولینو، صنعتکارانو، د ککړتیاوو د منابعو له مالکینو او رسنیو څخه غوښتنه کوو ترڅو د دې ګواښ په مخنیوی کې زموږ سره همکاری وکړی او خپله ایمانی دنده او مسولیت اداء کړی.

په درنښت

د چاپېریال ساتنې ملی اداره

ممکن است شما دوست داشته باشید