روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
باغران د هلمند په شمال کې پرته ولسوالی ده چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د پوهنی، روغتیا، کرنې او نورو برخو کې یې اوسېدونکی له خدماتو بې برخې پاتې شوې دی.
په یاده ولسوالۍ کې د زده کړې بهیر په ټپه ولاړ دی، د محمد ظاهرشاه له واکمنۍ راهیسې تر اوسه په کې هېڅ ښوونځی نه دی جوړه شوی؛ خو اوس د اسلامی امارت په راتګ سره په یاده ولسوالۍ کې دوه نوی ښوونځی پرانیستل شول.
د هلمند د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال مولوی محمد اسماعیل (سعادت) د باختر آژانس له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې ویلی چې باغران ولسوالۍ کې یې دوه لومړنی ښوونځی پرانیستل؛ خو په راتلونکی کې به تر ۱۲ ټولګیو پورې په کې زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره کړی.
د هلمند په جنوب کې بهرامچه چې د اسلامی امارت په راتګ سره نوې ولسوالی نومول شوې، هلته هم یو ښوونځی تازه پرانیستل شوی دی.
د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال زیاتوی چې دا مهال په ټول هلمند کې ښوونځی د زده کوونکو پر مخ خلاص دی او هېڅ داسې ښوونځی شتون نه لری چې هغه دې د زده کوونکو پرمخ تړل شوی وی.
هغه وایی چې له یونیسف سره یې د درېو کلونو لپاره قرارداد کړی او دا مهال یې په باغران ولسوالۍ کې ۱۵ کلیوالی ټولګی هم فعاله کړی چې په وینا یې پر عصری زده کړو سربېره باغران ولسوالۍ کې ۱۶ دینی مدرسې هم په منظمه توګه فعالې دی او شاوخوا ۴۴۰ زده کوونکی په کې په دینی زده کړو بوخت دی.
په دغه ولایت کې ټولټال ۱۰۸۲ دینی مدرسې او ۴۱۷ ښوونځی فعال دی چې د یادو ښوونځیو له جملې یې دا مهال ۳۳۰ په بشپړه توګه فعال دی او پاتې د ښوونکو د کمښت او اقتصادی ستونزو له امله تړلی پاتې دی.
د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال وایی چې یاد تړل شوی ښوونځی به هم د ښوونکو د کمښت او اقتصادی ستونزو تر حل ورسته فعاله کړی.
باغران د هلمند په شمال کې یو غرنۍ ولسوالی ده چې له مرکز لښکرګاه څخه په ۲۱۰ کیلومترۍ کې موقیعت لری.