روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د هرات سوداګرو او د یو شمېر نورو ولایتونو خلکو له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه

شریعت: د هرات د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال حاجی احمد سعید صدیقی د هرات له والی شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار سره په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې مصیبت ځپلو ته د مرستې د رسولو په اړوند خبرې وکړې.

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې د خونې تجارتی مرستیال وویل؛ چې د خصوصی سکتور” سوداګر، پانګه وال او اتحادیو ” په همکاری ټاکل شوې ده نږدې اته میلیونو افغانیو په لګښت مرستې چې درمل، خوراکی توکی او جامی پکی شامل دی د پکتیکا او خوست ولایتونو مصیبت ځپلو کورنیو ته ولیږل شی.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې تجارتی مرستیال د هرات ولایت له مقام څخه د خوست او پکتیکا له سیمه ییزو ادارو سره د همغږۍ په لاره کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د هرات والی شیخ اسلام  جار په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له مصیبت ځپلو کورنیو سره د همدردۍ په لاره کې د هرات د خصوصی سکتور د دغه خود جوش اقدام قدردانی وکړه او د همکارۍ ژمنه یی وکړه.

د یو بل خبر له مخې، د جوزجان خلکو پرون خپلې راټول کړای شوې مرستې د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو ته ولېږلې.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی سیف الدین معتصم وایی چې د دغه ولایت یو شمېر ځوانانو، خبریالانو او خلکو چې څه موده مخکې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې د راټولولو کمپاین پیل کړی و چې پرون پای ته ورسېد او راټول کړای شوې پیسې د یو پروګرام له مخې د دغه ولایت له پېښو سره د چمتو والی ریاست له خوا د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو ته ولېږدول شوې.

همداشان، د ننګرهار ولسونو له لوری راټولې شوې مرستې زلزله ځپلو کورنیو ته واستول شوې.

د ننګرهار ولایت ولسونو له لوری د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو لپاره څلور میلیونه افغانۍ راټوله شوې مرسته د اطلاعاتو او کلتور ریاست او مدنی ټولنو ګډ کاروان په واسطه یادو ولایاتو ته واستول شوه.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس قاری نور محمد حنیف پرون په یاد ریاست کې د مدنی ټولنو او ځوانانو په ګډ خبری کنفرانس کې وویل: مونږ د خپلو ولسونو او ځوانانو ستاینه کوو چې د یو ملت او یو وجود په صفت یې په اسلامی روحیه د خپلو زلزله ځپلو هیوادوالو لپاره څلور میلیونه نقدې افغانۍ د راټولو ترڅنګ یې د دوه سوه ( ۲۰۰ ) زره افغانیو په ارزښت یې درمل هم برابر کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید