روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نیت او مقصد په اعتبار شرعی او غیر شرعی علوم

تر دې وړاندې زموږ خبره په علم محمود او علم مزموم کې را روانه وه. نو په دې هکله باید یوځل بیا دا خبره څرګنده کړو چې اصلاً خبره د نیت او مقصد معتبره ده نو هر هغه علم چې د دین د خدمت او الهی رضا ترلاسه کولو لپاره وی، د هغه زده کړه، تعلیم او تدریس هیڅکله بې ارزښته او مزموم نه دی، بلکې ضروری او د ستاینې وړ دی. که څه هم خلک یې دنیایی علم او فن بولی یعنی«غیرشرعی» ورته وایی، خو برعکس هغه علوم چې د څه دنیایی غرض یا غیر الله لپاره حاصلیږی هغه به مذموم علم وی، که څه هم د شریعت او دین علوم وی. لکه حضرت ابن عمر«رض» نه چې روایت دی وایی رسول الله(ص) وویل: ژباړه: څوک چې د غیر الله لپاره څه زده کوی یا غیر الله پرې غواړی نو استوګنځی به یې اوروی (ترمذی- کتاب العلم-۵-۳۳-بیروت)

په دې حدیث کې تاسې وګورئ چې د «علم» لفظ پرته له کوم قید او تخصیص نه راغلی نو ځکه له دې نه هم شرعی علوم مراد کېدای شی او هم عصری. نو مطلب دا شو چې که د الله تعالی د رضا یا اسلام او مسلمانانو د خدمت لپاره هر ډول علم تر لاسه کیږی هغه به محمود او د ستاینې وړوی. په دې کې ان د صنعتونو فنون هم شامل دی چې ترخاصو کسبونو پورې مربوط دی. همدارنګه ځینې تجارتی زده کړی چې نن سبا دېر زیات اهمیت لری او د خلکو د ژوند ژواک زیاتره چارې وپورې مربوط دی. که د مسلمانانو او دین د خدمت په نیت او اراده ترسره شی او د الله تعالی خوښی پکې مطلوب وی نو بې شکه چې اجر و ثواب به یې د الله تعالی په وړاندې له نورو عباداتو هیڅ کم نه وی ځکه دا ټول هنرونه او کسبونه د «خلافه الارض» لپاره ضروری او مربوط دی. معنا دا چې الله تعالی په خپله اراده انسان په ځمکه کې خلیفه ټاکلی او هغه ته یې یو داسې ژوند او طبیعت ورکړی چې ډېر وسایل او سامان ورته په کار دی. نو هر هغه اسباب او سامان چې د دې خلافت د پیاوړتیا لپاره ضروری وی نو ځکه دا هم عبادت حسابیږی او الله تعالی یې پوره پوره اجرونه ورکوی په ځمکه کې د الله تعالی د خلافت مقصد دادی چې دلته الهی عدل او نظام قایم او د شرو فساد مخه ونیول شی. او دا هم ښکاره ده چې هم د خلافت د قیام لپاره وسایل په کار دی او هم یې له شرو فساد د ساتنې خوندی کولو او دفاع لپاره.

په یو بل روایت کې له حضرت ابوهریره«رض» نه داسې راغلی:ژباړه:« چاچې د الله تعالی د رضامندۍ علم (دینی او شرعی علم) د دې لپاره زده کړ چې د دنیا څه ناڅه یوشی پرې وګټی نو بیا به د قیامت په ورځ د جنت بوی هم ونه مومی.» (ابوداوود- کتاب العلم)

د پورتنی حدیث له مخې که څوک دینی او شرعی علم هم د دنیایی مقصد لپاره تر لاسه کوی نو دا یو ناوړه او د ګناه کار دی. لنډه دا چې په هر صورت خبره د نیت ده. که نیت سم وی هر ډول علم و فن لاس ته راوړل ښه کار دی. تر دې چې کله څوک خپله دنیا د آخرت تابع کړی نو دفعتاً په هر شی کې ښه والی او فضیلت پیدا کیږی، مذموم فعل نه محمود جوړیږی او هره دنیایی چاره دینی ګرځی. معنا دا چې په اسلام کې دنیا یو ضمنی او آخرت پسې تړلی حیثیت لری، اصلی شی نه دی، نو کله چې نیت سهی شی، دنیا خپله هم حاصلیږی او هم ثواب ګرځی.

په دې موقع دا حقیقت هم په نظر کې نیول په کار دی چې که د نورو ملتونو لوړتیا او پرمختګ په دنیا او د دنیا په ګټلوکې وی نو د مسلمانانو سرلوړی یوازې له دین سره په تړاو او د هغه دغوښتنو په ترسره کېدا کې نغښتې ده. یا په بله وینا د مسلمانانو پرمختګ او سرلویی یوازې د اسلامی دین په خدمت کې ده نو ځکه دا ډېره اهمه خبره ده چې یو هر ډول علوم او فنون خالصاً د الله تعالی د خوښی ترلاسه کولو او خپل دین او مسلمانانو د خدمت او پرمختګ لپاره وی. دنیا خو هسې هم ضمنی ورسره تړلې او خامخا ترلاسه کیږی. نو ویلای شو چې ترڅو مسلمانانو کې دغه اساسی بدلون نه وی راغلی، نه به خپله عزت ومومی او نه به خپل دین او شریعت د نړیوالو په نظر کې عزتمند معرفی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید