روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نړۍ په سیاست پوهېدل ژوره پوهه او دقیقه څارنه غواړی!

عبدالحی قانت

د نړیوال سستم له ټولو لوی جنجال دا دی چې یو هیواد د بل هیواد د ښه او بد نیت په اړه محاسبه نه شی کولای.

 له دې امله د نړیوال سیاست په طبعیت عاقل او ستراتیژیک هیوادونه هغه دی چې همېش د خپل دوست او دښمن پر وړاندې خپل لاس کې کارتونه ساتی. خالی لاس نړیوال سیاست کې درېدل داسې دی لکه د فټبال میدان کې چې د لوبغاړو تر منځ د توپ حال وی.

پخوانیو دا تجربه وکړه، په نورو بسپنه شو،‌ ناکام شو. هغوی چې دا کار کاوه له شخصی ګټو پرته یې بل استدلال هم نه درلود، خو هغه څپه تېره شوه، هغه فصل تل لپاره تمام شو. نوی پیل باید ډېر ستراتیژیک او واقعی وی.

له ټولو وړاندې باید په دې پوه اوسو چې نړۍ کومې خوا ته روانه ده، د حکومت پالیسی جوړونکی او ستراتیژستان باید د نړۍ په مسیر باندې پوه اوسی. مونږ سره باید دا غم وی چې د شطرنج په دې ګرم میدان کې زمونږ دانې په څه حال دی!

 دا د دې لپاره چې تر څو د نړیوال سستم په رګونو نه یو پوه شوی، نه شو کولای خپله ستراتیژی ورته جوړه کړو.‌

دا مهال زمونږ د بهرنی سیاست جوړونکی‌ باید د چین- امریکا رقابت ډېر په دقت مطالعه کړی. د روسیې او امریکا ټکر او د نوی نړیوال نظام په جوړښت باید دقیقه څارنه ولری. دا کار باید له خبرونو او مقالو ور آخوا و څیړل شی.‌ په دې مسائلو باید بحثونه پیل شی.

مونږ د څلورو اتومی هیوادونو، دوه نړیوالو قدرتونو او پنځو لویو سیمه ایزو قدرتونو تر منځ ژوند کوو.

که وطن را پورته کول غواړو، داخلی مشکلات باید حل کړو او منحیث یو ملت (له یخوانیو پرته) باید په شریکه مخته ولاړ شو.‌

د ګران هیواد ستراتیژیک عمق، اهمیت او رامنځ ته شوی زرین فرصت ته چې سړی ګوری،‌ فکر کوی د خوب وخت هم باید په دې فکر تېر شی چې وطن څرنګه له دې سلېښناک ګردابه وویستل شی.

مونږ ډېر کم وخت لرو او بېساری ډېر کار…!

ممکن است شما دوست داشته باشید