روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نړۍ اقتصادپوهانو: امریکا د دې حق نه لری چې پر افغانستان اقتصادی فشارونه دوامداره وساتی

شریعت: د راپورونو له مخې، د نړۍ لسګونو اقتصادپوهانو له امریکا غوښتی چې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ آزاده کړی.

نړیوالو اقتصادپوهانو ویلی، چې په اوس وخت کې افغانستان له سخت اقتصادی فشار سره مخ دی او د امریکا او نړۍ مسوولیت دی چې ددغه هېواد ترینګلی وضعیت ښه کولو لپاره لاس په کار شی.

اقتصاد پوهانو خپل لیک د امریکا خزانې وزارت ته لېږلی، چې د ځینو هېوادونو د اقتصاد پخوانی او اوسنی وزیران هم پکې شامل دی او ددې غوښتنه یې کړې چې «امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمنی آزاده کړی».

په لیک کې راغلی، که د افغانستان د مرکزی بانک شتمنی ازاده نه کړای شوه؛ نو دغه هېواد به له ناورین سره مخ، اقتصادی فعالیتونه به نه شی ترسره کولی.

اقتصاد پوهانو ویل، امریکا د دې حق نه لری چې پر افغانستان اقتصادی فشارونه دوامداره وساتی.

راپور زیاتوی، ددې لیک په استوونکو اقتصادپوهانو کې د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې دوه ګټونکی هم شامل دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید