روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نجونو علم فرض که مباح؟

لیکنه: شراف الدین شاکر

هغه علم چې د فرضو د ادا په وخت کې ضرور وی، د هغو فرضو د لزوم په وخت کې فرض عین ګرځی، څوک چې بالغ شی، لمونځ پرې فرض کیږی، د لمانځه علم هم پرې فرض کېږی، همداسې د روژې، زکات او حج علوم.

هغه علم چې د داسې کسبونو د زده کړو لپاره ضرور وی چې له هغو پرته د مسلمانانو ژوند په آسانۍ او خوښۍ نه تیریږی، فرض کفایی دی، ځکه ګټه ور کسبونه فرض کفایی دی، نو علم ېې هم فرض کفایی ګرځی، د جومات امامت، خطابت، معلمی، طب، انجنیری، زراعت، کمپیوتر ساینس، تخنیک او نور ټول، د ټولنې لپاره اړین کسبونه دی، او علم ېې فرض کفایی دی. چې دومره خلکو حاصل کړ، چې د ټولنې کار پرې وچلیږی، او کمی نه محسوسیږی، د نورو خلکو له غاړې ېې ګناه کمیږی.

په علم د ثواب ترتب

په هر عمل چې له هغې جملې څخه د علم زده کړه ده، د اجر او ثواب مرتب کیدل دوه شرطه لری:

لومړی – عمل به له شریعت سره برابر وی،

دوهم – عمل به د الله د رضا په نیت تر سره شوی وی،

پورته علوم ټول له شریعت سره برابر دی او د نیت په هکله هر طالب علم متفاوت کیدلی شی،

که د دینی یا عصری علومو طالب، علم په دې نیت تر لاسه کوی چې یوازې دنیا په لاس راوړی، د دواړو هڅه اجر نه لری. خو که د دنیا له نیت سره سره ېې نیت دا وی چې د الله د بنده ګانو خدمت وکړی، په ټولنه کې ګټه ور غړی جوړ شی، نو هڅه ېې اجر لری او په فرض عمل کې مصروف ګڼل کیږی، چې له هغه چا ېې اجر زیات دی کوم چې په نفلی لمنځونو او روژو مصروف وی.

کله نا کله کفایی فرض د عینی فرایضو درجې ته رسیږی، او هر قادر ېې په ترک ګناه کار ګرځی، دا هلته چې کفایت و نکړی، د مثال په توګه زموږ په هیواد کې ښځې داکټرانی کفایت نه کوی، نو هغه نجونې چې د طب د لوستلو توان لری، په دوی فرض عین ګرځی چې دا کسب زده کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید