روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د نجونو د تعلیم په اړه د هند د ستر مفتی مولانا محمد کفایت الله رحمه الله فتوی

ژباړه:فضل الله نیازی

لومړۍ برخه:

(یادونه: له نن تقریبا سل کاله پخوا د افغانستان د هغه مهال د معارف وزیر فیض محمد خان د هند له ستر مفتی مولانا محمد کفایت الله رحمه الله علیه څخه د نجونو د تعلیم او ښوونځیو په اړه د استفتاء غوښتنه کړې وه، دا چې د دې مسلې په اړه مفتی کفایت الله رحمه الله علیه صریحه فتوی او واضح شرعی دلایل ذکر کړی دی او ټول اړخونه یې په تفصیل سره څیړلی دی چې د روانو حالاتو لپاره ښه لارښود کیدای شی، په همدې موخه مو دا فتوی کټ مټ په پښتو ژبه وژباړله او ستاسې مخې ته یې ږدو. ژباړن: فضل الله نیازی)

(پوښتنه) د هند له جمعیت علماء څخه د افغانستان د پوهنې جلیله وزارت د استفتاء غوښتنه – نمبر ۱۰۵۴ نیټه ۱۴ د وږی میاشت.

حقیقی علماوو ته دا خبره څرګنده ده چې په دې عصر کې د یوه اسلامی او شرعی مرکز د نه شتون له امله د هر هیواد د مسلمانانو دینی او دنیوی مصالح، اړتیاوې او احکام مختلف فیه ګرځیدلی دی او په فروعی مسائلو کې د متقدمینو او متاخرینو د نظر د اختلاف له امله قطعی فیصلې ته سمدلاسه رسیدل ستونزمن شوی دی، په ځانګړې توګه هغه فقهی او عقلی مسائل چې په دې عصر کې په ټولیزه بڼه محمدی امت ورسره مخ دی، تردې چې په هکله یې له موثقو مراجعو او مقاماتو څخه استفتاء ونه غوښتل شی.

له دغو سلګونو مسائلو له جملې څخه یوه د نجونو(مستوراتو) د زده کړې مسئله ده چې د سیمه اېزوعلماوو له نظره په ټپه ولاړه ده، په داسې حال کې چې د هندوستان، ایران، ترکستان، قفقاز، ترکیې، عربستان او افریقا اکثرو علماوو دې ته جواز ورکړی او ضرورت یې (بدعت حسنه) ګڼلی دی.

خو د افغانستان علمای کرامو یې د جواز او استحسان په هکله د اسلامی نړۍ له علماوو څخه د څرګندو او قطعی دلایلوغوښتنه کړې ده.

بناء زمونږ د واجب الاطاعه حکومت د پوهنې وزارت ستاسو له عالی مقام څخه د پورتنۍ موضوع په اړه د استفتاء غوښتنه کږې ده چې آیا په ټولیزه بڼه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د انجونو تعلیم شرعا مستحسن دی او که نه دی؟ د دې د پیلیدلو لپاره باید څه حکمت عملی وکارول شی؟

تاسو قدرمنو دینی مرشدینو ته د دې یادونه اړینه ده، چې د پورتنۍ فتوا په تحقیق کې د لاندینیو امورو څیړل اړین دی:

(۱) – اقلیم، نسل او د معیشت حالت ته په کتلوسره د انجونو د بلوغ تر ټولو کم سن او اعظمی سن یې کوم دی؟ کله مشتهاه کیږی؟ او د مشتهاتو سترتر کومې اندازې وی؟

(۲) له بلوغ څخه مخکې د انجونو تربیوی حقوق پر والدینو څه دی؟ او وروسته له بلوغه څه اندازه دی؟ یعنې اسلامی شریعت انجونې په کوم سن کې خود مختاره ګرځولی دی او تر کوم عمره به د پلار د ولایت لاندې وی؟

(۳) – د سترعورت تفصیل څه شی دی؟ مخکې د مکلفیت اوهم وروسته د مکلفیت له سن څخه، همدارنګه مخکې له تاهله او وروسته له تاهله، د اجنبیانو او محارمو په وړاندې سترڅنګه وی او څه توپیرونه لری، همدارنګه د ستر لپاره شریعت او اسلامی معاشرې کوم، کوم حدود او شرایط ټاکلی دی؟

(۴) هغه فرض او مستحب علوم چې له آیات کریمه او صحیحه احادیثو څخه استنباط شوی دی، کوم دی، اسلامی شریعت یې زده کړه تر کوم حد او درجې لازم ګڼی او اجازه ورکوی؟

(۵) – د ائمۀ اربعه د مسلک او تګلارې په اساس، د ښځو اجتماع تر کومه حده ممنوع او په کومو ځایونو کې ده؟

(۶) – د ښځو د شرعی حقوقو تر څنګ، اجتماعی او مدنی حقوق  د اوسنی عصر د مقتضیاتو په اساس باید څرنګه وی؟ اوسنی تمدنی اړتیا ته په کتلو د علومو او صنایعو له ډلې کوم، کوم یې درجه په درجه اړین ګڼل کیږی؟

(۷) پورتنی مسائل دې عموما د اهل سنتو په مذهبونو او په ځانګړې توګه د امام ابوحنیفه رحمه الله په مذهب کې وڅیړل شی؟ او د عملی کولو آسانه طریقه دې ولټول شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید