روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د منبر اتل، شهید مولانا مجیب الرحمن انصاری ژوند او کارنامو ته کتنه

قاری عبدالستار سعید

شهید مولانا مجیب الرحمن انصاری د  خواجه محمد رفیق انصاری زوی او د ستر عالم او صوفی خواجه محمد صدیق انصاری لمسی په ۱۳۶۲ لمریز کال کې د هرات ولایت د اتمې ناحیې اړوند د ګازرګاه په سیمه کې په یوه پیژندویه علمی او روحانی کورنۍ کې زیږیدلی و. د نوموړی د نسب سلسله د پنځمه هجری پیړۍ ستر عالم او صوفی پیر هرات خواجه عبدالله انصاری صاحب ته رسیږی. څوک چې په خپل وخت کې د علم او عرفان ستر لاروی او وتلی شخصیت و. شهید مجیب الرحمن انصاری صاحب په همدې متدینه او علمدوسته کورنۍ کې وزیږېد. د دوی کورنۍ چې د ګازرګاه په سیمه کې دخواجه عبدالله انصاری د زیات او جامع مسجد په ګاونډ کې اوسی، نه یوازې د علمیت او روحانیت له اړخه مشهوره کورنۍ ده، بلکې اجتماعی نفوذ یې هم د پام وړ دی.

ماشومتوب او ابتدائی زده کړې

انصاری صاحب په یوه روحانی او علمی خاندان کې زیږیدلی و. له دې علاوه د دوی کورنۍ په مالی لحاظ هم خودکفا وه. والد صاحب او ترونه یې په تجارتی کاروبار مصروف وو. نو ځکه نوموړی تر ډیره د دنیا له مادی ستړیاوو بې غمه او علم ته فارغ و. نوموړی د خپل عالم او صوفی نیکه په غیږ کې  د ذکر، تلاوت، تعلم او تعلیم په فضا کې را لوی شو. له کوچنیوالی یې د سهار او ماښام اذکار او تلاوت عادت و. په ۷ کلنۍ کې د خپل نیکه لخوا د عمر فاروق رضی الله عنه دار الحفاظ ته داخل او له مشهور استاد مرحوم حافظ مولوی آقاګل خان څخه یې د یو نیم کال په موده کې قران کریم حفظ کړ. ورپسې یې د اویس قرنی جامع مسجد له امام او خطیب مولانا عبدالبصیر څخه نظری او عملی علم التجوید زده کړ.  ورپسې یې دینی زده کړو ته ملا وتړله او د هرات په غیاثیه مدرسه کې یې ابتدائی کتابونه ولوستل.

له مدرسې تر منبره

شهید انصاری  چې د ژور ذکاوت او پوهې خاوند و، له خپل عالم نیکه څخه علاوه یې د هرات له مشهورو علماء کرامو څخه د علم زده کړې ته دوام ورکړ. نوموړی چې له کوچنیوالی الله تعالی د د بیان او خطابت ښه قوه ورکړې وه، په ډیر خواږه غږ به یې قرائت وایه او په ډیر فصیح او بلیغ اندازه به یې تقریر کاوه. په ۱۳۸۰ لمریز کال کې چې عمر یې یوازې اتلس کاله و، په ګازرګاه کې د خواجه عبدالله انصاری صاحب د جامع مسجد د خطابت درنه وظیفه ورته وسپارل شوه. نوموړی په ډیر کم وخت کې د هرات په سطحه د مخکښ او جذاب خطیب په حیث نوم ویوست. تر دې چې په زرګونو کسان به یې د تقریر اوریدو ته هره جمعه را یوځای کیدل. په وروستیو کې د نوموړی د تقریر جذابیت دومره پراخ شوی و چې حتی له ولسوالیو څخه به خلک د نوموړی تقریر ته راتلل او د جمعې د ورځې د سهار له اتو یا نهو بجو به خلکو مسجد ته ځان را رساوه تر څو د شهید انصاری جذاب تقریر واوری.

نوموړی په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د حج په مبارک سفر لاړ او له راګرځیدو وروسته یې د هرات ښار له مشهورو استادانو لکه مولانا محمد غوث هروی، مولانا ګل احمد بادمرغانی او نورو څخه دینی زده کړې ترسره کړې. تر دې چې په ۱۳۸۹ لمریز کال کې یې له مولانا نجیب احمد خراسانی څخه د احادیثو دوره ترسره او له دینی علومو څخه د فراغت دستار یې په سر کړ.

له فراغت وروسته نوموړی دوه کاله نور هم د ګازر ګاه مسجد د خطابت او تدریس سپیڅلې دنده ترسره کړه، تر دې چې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د علم په طلب پسې مدینې منورې ته لاړ او هلته یې به جامعه اسلامیه کې ۶ کاله د دینی علومو تحصیل ته دوام ورکړ او په ممتازه درجه له فراغت وروسته بیرته خپل ښار او مدرسې ته راستون شو.

د شهید مولانان انصاری اصلاحی کارنامې او ویاړمن مواقف

مولانا انصاری یوازې د مسجد امام او مدرس نه و، بلکې یو فعال داعی، ټولنیز مصلح او د جامعې خیر غوښتونکی لارښود و. نوموړی په خپله سیمه کې له پراخ نفوذ او محبوبیت څخه د دینی شعائرو د احیاء، اسلامی فرهنګ د ودې، امر بالمعروف و نهی عن المنکر او ټولنیزې اصلاح لپاره استفاده کوله.

ګازرګاه سیمه د هرات ښار په شمالشرق د غرو او تپو په لمنو کې پرته یوه سیاحتی سیمه ده چې ډیر زیارتونه لری. د اشغال په کلونو کې چې په ښارونو کې د فساد، خلطیت او بی حجابۍ ترویج لپاره منظم کار کیده، اثرات یې دې سیمې ته هم راورسیدل. یو شمیر ځوانان او ښځې به دې سیمې ته د سیاحت په نیت راتلې، چې ځینې ښځې له پردو خلکو سره هم لیدل کیدلې. دغه راز به ځینو ځوانانو د شرابو په شمول نشه یی توکی هم استعمالول. دا چې حاکم رژیم د همدې فساد د ترویج لپاره کار کاوه نو ځکه یې د مخنیوی تمه ترې نه شوای کیدلای. تر دې چې مولانا انصاری یوه ورځ د جمعې په خطابت کې اعلان وکړ، چې له دې وروسته که په دې ټوله سیمه کې کومه ښځه له محرم پرته او یا کوم ځوان په نشه یی توکو یا کومه بله بداخلاقی و لیدل، موږ یی نیسو، خپلې دار الافتاء ته یې وړاندې کوو او شرعی سزا ورکوو. له دې سره یو ځای یې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ګروپونه په ځانګړی لباس کې مؤظف کړل چې په سیمه کې د ټولو منکراتو مخنیوی وکړی. دغه راز یې د ګازرګاه سیمه او د ښار په نورو برخو کې بیلبورډونه ولګول چې په هغه کې ښځې حجاب او عفت ساتلو ته رابلل شوې وې. دې مسئلې هغه وخت لویه غوغا جوړه کړه، رسنیو ورباندې ډیرې تبصرې وکړې خو دا چې مولانا انصاری په پوره جرأت دې کارته ولاړ و او ولسی ملاتړ یې هم درلود، حاکم رژیم یې په وړاندې هیڅ عمل ونه کړای شو.

مولانا انصاری د خپلې سیمې ځوانان ټول په دینی فکر روزلی و، همیشه یې د اسلامی امت د قضایاوو په اړه احتجاجی غونډې جوړولې اوغږ یې پورته کاوه. یو وخت چې په اروپا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم توهین شوی و، نوموړی خلکو ته اعلان وکړ چې سبا په دې اړه غونډه لرو، د نوموړی په اعلان زرګونه کسان راټول شول او ده ورته جذاب تقریر او ورپسې د ( مؤمنین بپا خیزید) مشهور حماسی شعر په زړه وړونکی ترنم واوراوه. د نوموړی تقریر دومره جذاب و چې له هرې جملې سره به یې خلکو د الله اکبر نعرې پورته کولې او ایمانی جذبې یې په غورځنګ راوستې.

په تعلیمی او دعوتی برخه کې خدمتونه

مولانا انصاری په خپل کلی کې د خواجه عبدالله انصاری د زیارت له څنګ سره د دار العلوم عالی انصار په نوم لویه مدرسه تأسیس کړه، چې همدا اوس د ۴۰۰ لیلیه طالبانو تر څنګ شاوخوا دوه زره کسان په کې زده کړې کوی. له دې علاوه یې د دار الایتام انصار، مدرسه دینی انصار( چې نارینه او ښځینه برخې لری) دار الحفاظ انصار، دار التألیف او دار الافتاء په نوم مهم دینی مراکز جوړ کړی دی. دغه راز یې د صدای انصار په نوم ایف ایم راډیو هم فعاله کړې چې دعوتی او اصلاحی خپرونې نشروی.

د امریکایی اشغال مخالفت

مولانا انصاری د راسخ ایمان، محکمې عقیدې او آزادۍ غوښتنې د فکر درلودونکی و. نوموړی د امریکایی اشغال سر سخت مخالف او همیشه یې په ځغرده د اشغال او د هغوی د لاسپوڅی حکومت مخالفت کاوه. نوموړی په خپلو تقریرونو کې بیا بیا دا خبره کوله چې د مزدور رژیم سره دنده اجراء کول ناروا او معاش اخیستل یې حرام دی.

د ګوډاګۍ ادارې چارواکو ډیرې هڅې وکړې چې نوموړی د زور، پیسو او تزویر په واسطه له دې خبرو منع کړی خو ونه توانیدل. نوموړی ته یې ډیر امتیازات وړاندې کړل، خو ده ورته هیڅ توجه ونه کړه او په پوره متانت یې خپله ایمانی وظیفه تعقیبوله. یو وخت چې د امریکایانو وروستی ګوډاګی اشرف غنی هرات ته راغلی و، د هرات د والی په توسط یې مولانا انصاری ته حال ولیږه چې د اشرف غنی ملاقات ته راشی. مولانا انصاری ورته وویل په هیڅ صورت نه غواړم د دې شخص مخ ووینم. وروسته اشرف غنی حال ورولیږه چې اشرف غنی به د ده سیمې ګازرګاه ته ورشی، خو مولانا انصاری وویل چې که اشرف غنی راشی هم زه ورسره نه ګورم.

یو وخت چې د ناټو ځواکونو قومندان هرات ته راغلی و. د هرات د هغه وخت والی عبدالقیوم رحیمی ته یې ویلی و، چې مولانا انصاری باید ضرور له خبرو منع کړی. خو والی ورته وویل چې دا زموږ په توان کې نه ده، ځکه انصاری یوازې نه دی، هغه زرګونه خلک په همدې فکر روزلی او که حکومت د نوموړی په ضد اقدام کوی په هرات کې به لوی ښورښ جوړ شی، چې پایلې به یې ډیرې بدې وی. له دې معلومیږی چې ګوډاګۍ اداره له نوموړی ډیر په تنګ و خو د نوموړی د پراخ ولسی نفوذ له امله یې پرې لاس نه شوای اوچتولای.

مولانا انصاری جراتمن او زړور عالم و، د خپلو اصولو او ارزښتونو په وړاندې سخت حساس او د هیچا لحاظ یې نه کاوه. یو وخت چې خبر شو د هرات د اهل تشیع په ځینو مکاتبو کې د صحابه کرامو سپکاوی شوی، په ډیر جرأت یې غږ پورته کړ او اخطار یې ورکړ چې که بیا دا عمل تکرار شی، په وړاندې به یې سخت عملی اقدام ترسره کړی. د نوموړی له هماغه اخطار وروسته بیا هغه عمل تکرار نه شو.

مولانا انصاری د اشغال پر وړاندې د مسلح جهاد او د اسلامی امارت د داعیې کلک ملاتړی و. کله چې په وروستیو کې اسمعیل خان د مجاهدینو په وړاندې اقدام وکړ، مولانا انصاری یې سخت ترین مخالفت وکړ، هغه ته یې پلاوی واستاوه او ورته ویی ویل چې د اسلامی نظام د راتلو په وړاندې خنډ جوړ نه کړی.

د اسلامی نظام په حمایت کې په میړانه دریدل

شهید مولانا انصاری لکه څنګه چې د اشغال او مفسد رژیم په مقابل کې په میړانه ولاړ او د (کلمه الحق عند سلطان جائر) لوی جهاد یې ترسره کاوه. دغه راز کله چې په افغانستان کې اسلامی امارت حاکم او اسلامی نظام پیاده شو. نوموړی په ډیر متانت، اخلاص او میړانه د اسلامی نظام په دفاع کې ودریده. په خپلو تقریرونو کې یې د اسلامی نظام کلک حمایت وکړ. خلک یې د اسلامی حکومت ملاتړ ته راوبلل. دغه راز یې د د علماء کرامو په ستره غونډه کې د اسلامی امارت دفاع او حمایت دینی وجیبه وبلله او  مخالفین یې باغیان وګڼل. د نوموړی دې باجرأته موقف یو ځل بیا د اسلام او اسلامی نظام په دښمنانو غوغا ګډه کړه او څو ورځې یې په اړه رسنیو تبصرې کولې.

کله چې د اسلامی امارت زعیم امیر المؤمنین شیخ هبه الله اخندزاده صاحب  هرات ته سفر کړی و له نوموړی سره یې ولیدل. د امارت لخوا د رسمی وظائفو غوښتنه یې قبوله نه کړه او ویی ویل زه له خپل منبر او درسګاه څخه د اسلامی نظام خدمت کوم.

شهادت

د ۱۴۰۱ هـ ش کال د سنبلې په ۱۱ مه نیټه چې د ۱۴۴۴ قمری د صفر المظفر له ۶ مې سره سمون خوری د جمعې مبارکه ورځ و. نوموړی د ورځې لومړیو کې په هرات ښار کې د اسلامی امارت د مرستیا ل ملا برادر آخند په ګډون په یوه اقتصادی کانفرانس کې ګډون او وینا وکړه، وروسته یې له غونډې رخصت واخیست تر څو د جمعې لمانځه ته ځان ورسوی. کور ته له رسیدو سره یې د جمعې مسنون غسل وکړ، سپین کالی او دستار یې په تن کړل، عطر یې وویل او په ډیر وقار د جمعې د لمانځه لپاره د مسجد په خوا روان شو. خو د مسجد له څنګ سره د ورځې په دوولس نیمی بجې د یوه ځان وژونکی لخوا ورباندې حمله وشوه او له اتلس کسانو سره چې ډیر یې محافظین و یو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسید. په نوموړی د حملې مسؤلیت داعشی خوارجو په غاړه واخیست.

د مولانا انصاری جنازه سبا د شنبې په ورځ د هرات ګازرګاه سیمې په عیدګاه کې ترسره شوه، د عینی شاهدانو له قوله هرات ښار تر اوسه دومره ستره جنازه نه وه لیدلې. په لسګونو زره کسانو د نوموړی جنازه په اوښکو او دعاګانو بدرګه کړه. د جنازې لمونځ یې کشر ورور اوجید عالم مولانا فضل الرحمن انصاری اداء کړ چې وروسته نوموړی د هرات ښار د علماء کرامو لخوا د شهید انصاری ځای ناستی او د خواجه عبدالله انصاری د مسجد امام او خطیب هم وټاکل شو.

تقبله الله و اسکن روحه فی اعلی علیین

ممکن است شما دوست داشته باشید