روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملی دفاع وزیر د هوایی ځواکونو د چورلکو په شانداره ننداره کې ګډون وکړ

د ملی دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب “مجاهد” د هوایی ځواکونو د چورلکو پوځی مانور او نندارې په مراسمو کې ګډون وکړ او د هوایی ځواک د یو شمېر پیلوټانو او تخنیکی انجینرانو له راتګ څخه یې مننه وکړه او ویې ویل: “هېڅ هېواد نه شی کولى چې له پیاوړی هوایی ځواک پرته پر ځان تکیه وکړی، نو موږ ژمن یو چې په هېواد کې یو پیاوړى هوایی ځواک ورغوو.”

همدا راز د ملی دفاع وزیر هغه هېوادونو ته په خطاب کې چې په خپله خاوره کې یې د هوایی ځواکونو چورلکې ساتلې دی؛ وویل: موږ په درناوی له هغو هېوادونو څخه چې د افغانستان چورلکې او پوځی الوتکې له ځان سره لری، غوښتنه کوو چې افغانستان ته د هوایی ځواکونو د الوتکو د راستنېدو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید