روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملی دفاع وزارت له خوا یوه بل الوتکه ترمیم او فعاله شوه

شریعت: د ملی دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د دغه وزارت د هوایی ځواکونو قوماندانۍ د انجنیرانو او منسوبینو په هڅو یوه بله (C-130) ډوله الوتکه په بریالیتوب سره ترمیم او الوتنې ته چمتو شوه.

په خبرپاڼه کې راغلی دی: د ملی دفاع وزارت د هوایی ځواکونو په عمومی قوماندانۍ کې د نورو ویجاړ او غیر فعالو الوتکو د ترمیم او فعالولو بهیر د احساس لرونکو افغانی انجنیرانو او تخنیک ‌کارانو له خوا لا هم روان دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید