روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
شریعت: د ملی دفاع وزارت له حربی ښوونځی څخه ۱۸۳ تنه زده کړیالان د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
تیره ورځ د ملی دفاع وزارت د حربی ښوونځی څخه ۱۸۳ تنه زده کړیالان د پوځی، مسلکی او فکری زده کړو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغه فراغت غونډه کې د پرسونل او تعلیماتو معاونیت مرستیال شیخ عبدالرحمان «اخندزاده»، د سر پلټنې، ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو رییسانو، د ښوونې روزنې او دوکتورینو قوماندان، ښوونکو، منسوبینو او د ملی دفاع وزارت د حربی ښوونځی فارغینو او د کورنیو غړو یې ګډون درلود.
په دې مراسمو کې د ملی دفاع وزارت مسوولانو د اسلامی امارت ځواکونو په لا یوالی او زده کړیالانو ته د خپلو مسولیتونو په تر سره کولو کې د محمد (ص) د اخلاقو او صفاتو په مراعات کولو ټینګار وکړ.
همدا راز دغه مراسم د پوځی وړتیا په ښودلو او ممتازو زده کوونکو ته د جایزو په ورکولو سره پای ته ورسیدل.
په داسې حال کې، چې له فتحې وروسته د حربی ښوونځی قوماندانۍ دروازه د څه مودې له پاره د زده کوونکو پر مخ تړل شوې وه، وروسته د ملی دفاع وزارت د مشرتابه په ترغیب او د اړوندو مسوولینو په هلو ځلو بېرته فعاله شوه او تیره ورځ زده کړیالان د مسلکی زده کړو له بشپړولو وروسته، فارغ شول.