روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ملی دفاع وزارت اعلامیه:

د هېواد پلازمېنې او ولایتونو د قول اردوګانو نومونو د بدلون په تړاو

د افغانستان اسلامی امارت د ملی دفاع وزارت مشرتابه په لارښوونه د اسلامی اردو په تشکیلاتو کې د قول اردوګانو نومونه په لاندې توګه اعلانیږی:

۱- د کابل قول اردو چې مقر  یې په کابل کې دی، د ۳۱۳ مرکزی قول اردو په نوم ونومول شوه

۲- د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چې مقر یې په لغمان کې دی، د خالد ابن ولید قول اردو په نوم ونومول شوه

۳- د ۲۰۳ تندر قول چې مقر یې په پکتیا کې دی، د منصوری قول اردو په نوم ونومول شوه

۴- د ۲۰۵ اتل قول اردو چې مقر یې په کندهار کې دی، د البدر قول اردو په نوم ونومول شوه

۵- د ۲۰۷ ظفر قول اردو چې مقر په هرات کې دی، د الفاروق قول اردو په نوم ونومول شوه

۶- د ۲۰۹ شاهین قول اردو چې په بلخ کې مقر دی، د الفتح قول اردو په نوم ونومول شوه

۷- د ۲۱۵ میوند قول اردو چې مقر یې په هلمند دی، د عزم قول اردو په نوم ونومول شوه

۸- د ۲۱۷ پامیر قول چې مقر یې په کندز کې دی، د عمری قول اردو په نوم ونومول شوه

ممکن است شما دوست داشته باشید