روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مظاهره چیانو ضد عملیاتو کې ٨ زره کسان نیول شوی دی

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت وایی په دغه هېواد کې د مظاهره چیانو ضد عملیاتو په ترڅ کې څه ناڅه اته زره کسان نیول شوی دی.

په عین حال کې د قزاقستان جمهور رییس قاسم جومارت توقاییف وایی چې په الماتی            او نورو ښارونو کې نظم  بیرته عادی شوى دى.

د رارپورونو له مخې الماتی د پراخو اعتراضونو شاهد و او معترضانو د یوې لنډې مودې لپاره هم د دې ښار هوایی ډګر نیولى و.

جمهور رییس توقاییف پرون د ګډوګټو د تړون د سازمان غونډې ته په وینا کې وویل چې تر اوسه د مړینو دقیق ارقام معلوم نه دی او په دې اړه څیړنه روانه ده.

تر دې یوه ورځ مخکې د قزاقستان د روغتیا وزارت دمړینو شمیر ١۶۴ تنه ښودلى و.

دغه اعتراضونه د جنوری په دویمه د قزاقستان له لویدیځه د تیلو او ګازو د بیو دلوړیدو  پروړاندې پیل شول چې  وروسته د دې هېواد ټولو لویو ښارونو ته پراخ شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید