روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مشرتابه وروستی فرمان اړین گام !

جبریل سعد

د تېرې جمې په ورځ نن ټکی اسیا خبر ور کړ چې د اسلامی امارت مشرتابه د یو فرمان له مخې چارواکی د خپلوانو او انډېوالانو له تقررۍ او گمارنې منعې کړی او دا کار یې د یو حدیث په استیناد گناه او د لعنت وړ گڼلی دی، یاد فرمان که څه هم ښایی ځینې هغه یې ټکولی وی چې پکې له محکومې لارې یې د اسلامی امارت لیکو ته د ننوتو هڅه کړې، یا له وړتیا پرته د همدې فرمان د محکوم ټکی پر بنسټ گمارل شوی وی او یاهم دلته د دې بکتریا ودې او ترویج ته خوشاله و، خو د اسلامی امارت د مغز او وینې سپېڅلتیا ته پر کتو ډېری او په لوړه کچه چارواکی او منسوبین به یې له بشپړې لیوالتیا سره پر عملی کېدو پوره ترکیز او ټینگار وکړی.

د انسانی سالم فطرت له مخې له یو چا سره همپالنه د مرغوبیت او لیوالتیا پر اساس وی او د نه همپالنې لامل بیا نه لیوالتیا وی، شریعت موږ ته لارښوونه کوی او د مسلمانانو په توگه زموږ افغانی دود هم باید دا وی چې که د خپلوان یا انډیوال پر ښه ورځ او د ښېگڼې په تمه د خاطر وړ گڼو او ورسره همپالنه کوو، نو د اصلاح، ښې رویې او له ځان سره خپلوی او انډیوالۍ ته د التزام هڅه یې هم وشی ترڅو کم تر کمه د بدرنگۍ لامل خو یې نشی او بیا په بده ورځ یې هم لږ تر لږه همغسې د خپلوان او انډیوال په توگه دغه ورځ او بدگڼې هم خپل وشمېری، پرې له زړه خواشینی او خجالته شی او بیا دغه خواشینی او خجالت باید د عبرت په توگه پکې د ژور مثبت تحول لامل هم شی ترڅو په ټولنه کې له ودې وړاندې د نننی ډول مغرضې همپالنې پای شی.

خو په خواشینۍ سره چې د (الناس علی دین ملوکهم/ژ: خلک د خپلو واکمنو لاره وړی) پر بنسټ د تېر ۴۳ کلن جگړه ییز پیر او په ځانگړې تېرو دوولسیزو رژیمونو کې د شریعت او افغانی دود سره ټکر د خپلوۍ او انډېوالۍ دا ډول همپالنه پنځېدلې، وده یې کړې او نن سبا په اسلامی او افغانی ټولنه کې د خپلوۍ او انډیوالۍ همپالنه په متقابلو او یا له ټیټ لور څخه په مادی گټو ولاړه وی چې پر هر یو لوری د بدې ورځې په راتلو سره له منځه تلای شی او بیا که څه هم په یاده ورځ اخته خپلوان او انډېوال یې تر بل هر وخت اوس همپالنې ته اړ پرې د اخته کېدو لامل یې هم وی، خو هغوی ور څخه په یو ډول او توجیه برأت او لیری والی ښیی. که په تقررۍ او رتبې (ښه ورځ) کې د چا خپلوۍ او انډیوالۍ ته کتل کېږی، په شخصی او سیاسی ژوند کې یې بدې ورځې او بدگڼې هم باید خپلې وگڼی ترڅو له لارې یې د نظام په وجود کې د خپلوۍ او انډېوالۍ بکتریا ورسره له منځه لاړه شی، خو اوس د ښې ورځی خپلوان او انډیوال په بده ورځ نه تر سترگو او نه هم پېژندل کېږی چې په دې سره یواځی د نظام په لیکو کې یادې بکتریاوې وده کوی، د بدمرغۍ او بدرنگۍ لامل یې کېږی او له دننه یې ټکان ور کوی.

د خپلوۍ او انډېوالۍ پالنه پر نظام او اشخاصو د هغو د جوړښت او شخصیت له دننه څخه مرگونی گوزار دوهم نوم دی، د دغه جرثوم زیان او ناوړه پایلې د نظام ستنو وهلو وروسته تر ټولو زیات او مستقیم پر هغه ککړ شخص او پالونکی باندې را گرځی، د ستر شرعی منکر په توگه یې ارمانونه، قربانۍ، نیت، سپېڅلې ارادې، اخلاص او پرې جوړېدونکې دواړی نړۍ له منځه وړی، له دې ور هاخوا د هېواد او ولس؛ بلکې د نړۍ گوټ گوټ او د اسلامی تاریخ هرې گړۍ له شهیدو پرگنو-غیورو مجاهدینو-مظلومو ولسونو له قربانیو او سپېڅلو ارمانونو سره سنگینه جفا او نه جبرانېدونکی خیانت دی.

د تریخ حقیقت په توګه دا باید ومنو چې د تېرو رژیمونو پنځولې د خپلوۍ او انډېوالۍ پالنې (انډېوالیزم) په اتومات شکل خپلې ودې له لارې د اسلامی امارت نوی واک ته رسېدو سره د هغه لیکې اغېزمنې کړې چې له لومړی سره له همدې لارې په لیکو دننه ځینې مجاهدین پر خپل سر له یوې څخه بلې برخې ته لاړل او بیا فرصت طلبه نامطلوب کسانو د دې فرصت پر موندلو بیاهم له همدې لارې د دوی تشې ډکولې یا ورسره چېرته هم چې پټ ځایېدای شول؛ ننوتل او د اسلامی امارت واک ته رسېدو سره سم په لومړی ځل د لیکو د گډوډۍ لامل او د یادې همپالنې د کدورت پنځونې یې پیل کړې، خو د تصفیې کمېسیون رامنځته کېدو او ورسپارل شوې برنامې بشپړولو یې تر یوې کچې د گډوډۍ لړۍ کمزورې کړه، خو د دغې همپالنې په له منځه وړلو کې یې کوم بارز اغېز نه درلود.

له لیږ ځنډ وروسته د خپلوۍ او انډېوال پالنې د مخنیوی دا هڅه هیله بښونکې او د رول له مخې له خورا اهمیته برخمنه ده، تمه ده د دغه فرمان له مخې د تصفیې کمېسیون په رول کې ډېر اغېزمن گامونه پورته شی، دغه فرمان لازموی چې تر اوسه ترسره شوې تقررۍ له سره وڅېړلې شی او پر مټ یې دا درک شی چې د منځنی او ټیټ پوړ مشران او نور له کومې برخې، کومه ځایه، اوسنۍ رتبې ته له کومې لارې رسېدلی او په تقررۍ کې یې کوم ټکی په پام کې نیول شوی دی؟، تر اوسه هم ښایی همدا لامل وی چې د کابل په گډون گڼو ولایتونو کې وخت پر وخت نوې ټاکنې ترسره کېږی. د اصلاح او تصفیې د دې یواځینی چانس د بریالیتوب په هیله

ممکن است شما دوست داشته باشید