روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مس عینک پروژې هوکړه شوی موارد دې ژر عملی شی

شریعت: د ریاست‌الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند، پرون د مس عینک پروژې د قراردادی شرکت (MCC) له اجرائیوی مرستیال اوو مین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د اقتصادی مرستیال دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی په دې لیدنه کې چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور هم حاضر و؛ دواړو لوریو د مس عینک پروژې د هوکړه شویو مواردو پر عملی کولو او د دې پروژې د عملی چارو پر پیل هر اړخیزې خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادی مرستیال، د افغانستان اوسنی وضعیت  یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامی امارت د مس عینک پروژې د پیل لپاره پوره چمتووالی لری او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. دغه راز د (ام.سی.سی) شرکت اجرائیوی مرستیال د پروژې چارو د پیل په برخه کې د ریاست‌الوزرا د اقتصادی مرستیال له هلوځلو مننه وکړه او ویې ویل: د عینک له سیمې څخه د لرغونو آثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملی توګه خپلې چارې پیل کړی. تر دې وړاندې هم د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د (ام.سی.سی) شرکت له اجرائیوی مرستیال سره په کتنه کې ویلی و چې دغه شرکت باید د قرارداد له مخې خپل ټول مسئولیتونه او مکلفیتونه ترسره او د یادې پروژې عملی چارې پیل کړی.

د یادونې وړ ده چې له چین هیواد سره د دغه ترسره شوی تړون نږدې څوارلسم کال په پوره کیدو دی او د اسلامی امارت له تحکیم وروسته یې هم دادی دویم کال پوره کیږی خو د عملی کار هیڅ نښه یې نه ترسترګو کیږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید