روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د مدارسو په نصاب کې د تاریخ علم ولې ضرور دی؟

قاری عبدالستار سعید

زموږ د مدارسو په نصاب کې یو لوی کمی د تاریخ د علم نه شتون دی. د بشر، نړۍ او اسلامی نړۍ عام تاریخ خو څه بلکې زموږ د تاریخ د یوې ډیرې مهمې مرحلې (سیره النبی) په اړه هم طالبانو ته کماحقه زده کړه نه ورکول کیږی. که کوم طالب په خپل شوق او علاقه سره د تاریخ مطالعه وکړه، خو ډیر ښه او کنه د تاریخ په اړه له کم مقدار سطحی معلوماتو پرته نور د دې مهم او جذاب علم د ژورو له نندارې بې برخې پاته کیږی او بیا چې په خپل تحصیلی او تدریسی ژوند کې د تاریخ اړوند هره موضوع او قضیه ورته مخکې راځی نو روښانول او فهم یی ورته سخت وی. په دې لنډه مقاله کې به د علم التاریخ د اهمیت او اړتیا په اړه وغږیږو او دا پوښتنه به ځواب کړو چې موږ ولې د خپل تاریخ زده کړې ته ضرورت لرو؟

د تاریخ دینی اهمیت

نامتو اسلامی مؤرخ، محدث او لیکوال امام شمس الدین السخاوی( رحمه الله) د علم التاریخ تعریف داسې کړی(إن التاریخ فنٌّ یبحث فیه عن وقائع الزمان وحیثیه التعیین والتوقیت) اوس که د دې تعریف په رڼا کې موږ د قران کریم موضوعاتو او محتوی ته نظر وکړو، نو وینو چې الله تعالی په قران کریم کې بیا بیا د پخوا زمانې وقائع او د تیرو شویو قومونو قصص ذکر کړی دی او قصص د الهی کلام یوه عمده برخه تشکیلوی. الله تعالی د دې قصصو د راوړلو وجه هم بیان کړې ده لکه: { و کلا نقص علیک من أنباء الرسل ما نثبت به فؤادک } سوره هود – آیه ۱۲۰٫ وقال : { لقد کان فی قصصهم عبره لأولی الألباب } سوره یوسف – آیه ۱۱۱٫

مفسرینو کرامو د قرانی قصصو د ذکر ګڼ شمیر مقاصداو فوائد بیان کړی دی. لکه د خلقت، توحید او پیغمبرانو د بعثت د فلسفې بیان، د پخوانیو قومونو څخه په په پند اخیستلو د آخرین امت تنبیه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تسلیه او د صبر او ثبات تلقین، د الله تعالی د عظیم قدرت بیانول او د بیا راژوندی کیدلو او جزاء د عقیدې اثبات لکه الله تعالی چې فرمایی: أو کالّذی مرّ علی قریه و هی خاویه علی عروشها قال أنّی یُحی هذه الله بعد موتها . . . البقره ۲۵۹

همدارنګه نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم د خپل امت د اصلاح او رهنمایی لپاره ډیر ځله د پخوانیو قومونو او اشخاصو له پنده ډکې کیسې بیان کړی دی. لکه د بنی اسرائیلو، پخوانیو عربو او نورو بیلابیلو خلکو عبرتناکې کیسې چې په احادیثو کې مکررا مخې ته راځی. له دې څخه ښکاری چې د تیرې شوې زمانې د وقائعو یاد ساتل، د هغو ذکر کول او را روان نسل ته یې په ورپه زړه کول یو مهم او مفید کار دی، تر څو د تېرو انسانانو د سرګذشت او تجربو په رڼا کې د ژوند راتلونکی مسیر وټاکی.

تاریخ زموږ خپل علم دی

اوسنی علم التاریخ هم له هغو علومو څخه دی چې اسلام په بشریت پیرزو کړی دی. له اسلام نه مخکې که څه هم د تاریخ د علم باریک څرکونه موجود و، خو دا د لومړنیو پیړیو ستر مسلمان علماء کرام وو چې تاریخ یې د یوه علم په بڼه مطرح او مدون کړ. ستر ستر کتابونه یې ولیکل. د اسلام د پیغمبر علیه السلام، صحابه کرامو او تابعینو ژوندلیکونه او د اسلام د نورانی عصر احداث یې په داسې ډول ثبت کړل چې حتی اسلام دښمنه غربی فیلسوفان یې هم دې اعتراف ته اړ کړل چې ( د اسلام پیغمبر یوازینی خدایی استازی دی چې په رڼا کې قدم اخلی. یعنی د ژوند هره پیښه او جزئی حادثه یې روښانه او په تاریخ کې ثبت شوې ده)

مسلمانو مؤرخینو په لومړۍ هجری پیړۍ کې تاریخ لیکنه د سیرت او مغازی له ثبت او تدوین څخه پیل کړه، چې ورسره یې له اسلام نه مخکې د عربو احوال، د فارس او روم د امپراطوریو وقائع او د عربو د پخوانی شعر او فرهنګی میراث په شمول ډیر څه د تاریخ حافظې ته وسپارل. ورپسې چې د محدثینو دور راځی، علم الجرح و التعدیل رامنځته کیږی په دې وخت کې تاریخ نور هم اهمیت پیدا کوی او د روایاتو د صحت او سقم د ارزولو په برخه کې د یوه کومکی علم منصب خپلوی. په ورپسې پیړیو کې د ابوحنیفه الدینوری، احمد بن اسحاق الیعقوبی او ابن جریر الطبری( رحمهم الله) په شان لوی لوی مؤرخین پیدا کیږی چې په خپلو مجلدو کتابونو یې نه یوازې د اسلامی تاریخ بنسټ پوخ کړ، بلکې د ټول بشر او نړۍ تاریخ ته یې درنې قیمتې پانګې وړاندې کړې. تر دې چې په اتمه هجری پیړۍ کې د علم الاجتماع بنسټګر علامه ابن خلدون په خپلو تجدیدی لیکنو سره دې علم ته نوی اصول او حدود وضع کړل او د معاصر علم التاریخ د بانی لقب یې خپل کړ.

په دې اساس ویلی شو چې علم التاریخ هغه علم دی، چې هم یې د ایجاد او هم د انکشاف او پاللو ویاړ د مسلمانانو دی او زموږ سلفو کرامو په دې برخه کې ډیر ستر ستر خدمتونه انجام کړی دی.

د تاریخ په اړه د سلفو موقف

زموږ پخوانیو علماء کرامو د تاریخ علم ته په ډیر ارزښت کتل او هغه یې د نورو علومو لکه علوم الحدیث حتی علم الفقه لپاره یو کومکی او مفید علم باله. په دې اړه د امام الشافعی رحمه الله دا قول کفایت کوی چې وایی: دأبت فی قراءه علم التاریخ کذا و کذا سنه، و ما قرأته إلا لأستعین به على الفقه.

علامه جلال الدین السیوطی صاحب د علم التاریخ د اهمیت بیانولو په لړ کې یوه جالبه واقعه بیان کړې ده او فرمایی: د عباسی خلیفه (القائم بامر الله) په زمانه کې یهودو یوه جعلی وثیقه یا سند جوړکړی و چې دا خبره یې ثابتوله چې نبی علیه السلام په همدې فرمان سره د خیبر له یهودو جزیه ساقطه کړې وه. یهودو دغه وثیقه په بغداد کې د خلیفه مشر وزیر علی بن الحسن چې په رئیس الرؤساء سره یې شهرت لاره وړاندې کړه. که څه هم رئیس الرؤساء خپله لوی عالم و خو د یهودو د سند په جعل پوه نه شو او ډیر په تعجب کې ولوېد. وروسته همدا سند د وخت لوی محدث او مؤرخ حافظ ابی بکر خطیب البغدادی ته وړاندې شو. هغه د سند په لیدلو سره وویل چې دا جعلی او مزور دی. ځکه په دې کې د ډیرو صحابه وو شهادات ذکر شوی چې له هغو یو معاویه بن ابی سفیان دی. حال دا چې معاویه رضی الله عنه د خیبر له فتحې یو کال وروسته مسلمان شو. بل په دې کې د سعد بن معاذ رضی الله عنه شاهدی لیکل شوې، حال دا چې حضرت سعد د خیبر له غزا مخکې د بنی قریظه د غزا په وخت شهید شوی و.

له دې څخه معلومه شوه چې د تاریخ علم یوازې د پخوانیو وقائعو جذاب داستان نه دی، بلکې د ډیرو نورو علومو لپاره لار روښانوونکی او کومکی واقع کیدلای شی.

د تاریخ ګټې

علامه اقبال لاهوری وایی چې د ټولو علومو منابع درې دی(۱) مذهبی تجربه: چې د ټولو هغو علومو سرچینه ده چې د وحی، کشف او الهام له لارې حاصل شوی وی. (۲) حسی تجربه: د ساینسی او تجربوی علومو منبع ده.(۳) تاریخی تجربه: د تاریخ په اوږدو کې د انسانی ژوند له لوړو ژورو مستفاد تجارب او پندونه چې ستر علمی ارزښت لری.

له دې څخه معلومه شوه چې تاریخ یوازې علم نه بلکې د علومو سرچینه ده. د پخوانیو انسانانو تاریخی تجربې هغه مشال ته ورته دی چې په رڼا کې یې وروستنی انسانان د خپل منزل لاره موندلی او د شکست او بریا، سعادت او بدبختۍ، راحت او مشقت، عروج او زوال او د ژوند د بیلابیلو اړخونو علل او عوامل موندلی او ارزولی شی. تاریخ هغه ارشیف دی چې په هغه کې د پخوانیو قومونو افکار، نصائح،هیلې، پیغامونه او پندونه خوندی دی. په تاریخ کې موږ د امت د عروج داستان لولو او عوامل یې وینو. همداراز د مسلمانانو د اوسنی محکومیت او ویرژلی حالت لاملونه هم په کې موندلی شو.

د علماوو او دینی طالب العلمانو لپاره په تاریخ پوهیده ځکه ضرور دی چې د خپل عصر په حالاتو پوهیدل د هر عالم لپاره ضروری او ناګزیر امر بلل کیږی. د دې لپاره چې په روانو حالاتو او موجوده نړیوال نظم باندې پوه شو. اړ یو چې لومړی د تاریخ دریڅه خلاصه کړو. ځکه د اوسنی حاکم دور او موجوده وضعیت اساسی علتونه ډیر پخوانی او تاریخی شالید لری. تر څو یې چې موږ تاریخی عقبه را ونه سپړو نو ښایی په موجوده وضعیت یې هم پوره ونه رسیږو.

د تاریخ علم موږ ته دا راپه ګوته کوی چې موږ د یوه امت په حیث څوک یو؟ له کومې خوا راغلی او پر کومه روان یو؟ د ژوند د سفر کوم مراحل مو طی کړی دی؟ د عروج په کومو مدارجو ختلی او د زوال کومو ګړنګونو ته غورځیدلی یو او په ټوله کې مو د بریا او شکست عوامل څه وو؟؟ دتاریخ علم موږ ته په نړیوالو قضایاوو کې خپل حیثیت او موقف راښیی چې موږ فی الحال په کوم حالت کې یو او څه باید وکړو؟

څه باید وشی؟

لوړ تفصیل ته په پام سره دا خبره باید ومنو چې تاریخ کوم داسې علم نه دی چې له نظره وغورځول شی. نو بناء اړتیا ده چې په دینی تعلیمی نصاب کې دې علم ته هم خپله ونډه ورکړل شی. په اسلامی تاریخ د ښه پوهیدو لپاره آسانه طریقه دا ده چې لومړی د اسلامی تاریخ بیلابیل مراحل په اجمال سره مبتدئینو ته تفهیم کړای شی. تر څو یې په ذهن کې د اسلامی تاریخ په اړه اجمالی نقشه رسم او ورپسې د مناسب تفصیل په ارائه کولو له کلیاتو د جزیاتو په لور سوق کړای شی.

په ټول اسلامی تاریخ عمومی او فی الجمله علم راوستل ځکه اړین دی چې د تاریخ بیلابیلو مراحل د ځنځیر د حلقو په شان له یو بل سره تړلې او د علت او معلول حیثیت لری. تر څو چې موږ د تاریخ د ټولو مراحلو په اړه پوهه ونلرو او زمانی تسلسل یی رامعلوم نه وی نو که په یوه مرحله کې هر څومره ډیره مطالعه او زده کړه وکړو، بیا به مو هم تاریخی پوهه نیمګړې وی.

نو بناء دې ته اړتیا ده لکه څنګه چې د نورو علومو کتابونه تدریسیږی، د تاریخ اړوند هم باید د هرې سویې طالبانو ته د هغوی د حال موافق تاریخی کتابونه په نصاب کې داخل کړای شی. تر څو مو د نن ځوانان د پرون په هنداره کې د سبا لار تشخیص کړای شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید