روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د محرمو اسنادو غلا؛ ایف بی آی د ټرمپ کور تلاشی کړی

د امریکا استخباراتی ادارې د پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ کور تلاشی کړی دی. امریکایی رسنۍ وایی چې په فلوریډا کې د ډونالډ ټرمپ شخصی کور ته د فدرال د تحقیقاتو ادارې یا ایف بی آی جاسوسان ورغلی او کور یې ټول تلاشی کړی دی.

ټرمپ په اعلامیه کې ویلی چې د ملت لپاره یې توره ورځ ده او د ایف بی آی جاسوسان یې د کور په پلټلو بوخت دی. امریکایی رسنۍ بیا وایی چې د ټرمپ په کور کې محرم دولتی اسناد دی او هغه له واک څخه تر لرې کېدو وروسته له سپینې ماڼۍ ورسره وړی دی. ویل کېږی چې د ټرمپ په کورونو کې تر دې دمه ۱۲ صندوقه محرم دولتی اسناد ترلاسه شوی دی او ددغه اسناد د پیدا کولو او پلټلو لړۍ روانه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید